د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانيخېلو کې د اېف سي يو سرتېری وژل شوی


پاکستان کې تر دې وړاندې هم د سرحدي ځواک پر سرتېرو بريدونه شوي دي. انځور له ارشيفه
پاکستان کې تر دې وړاندې هم د سرحدي ځواک پر سرتېرو بريدونه شوي دي. انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د بنو په جانيخېلو کې ناپېژندل شویو وسله والو د سرحدي ځواک يا اېف سي یو سرتېری په ډزو ویشتلی او وژلی دی.

د جانيخېلو پولیس تاڼې مشر سعیدالرحمان نن (اپريل اتمه) مشال راډیو ته وویل چې تېره ورځ ناپېژندل شویو وسله والو د ملیشې یو سرتېری ظاهر خان په خپل کلي کې د جومات مخې ته په هدفي برید کې وژلی دی.

پولیس زیاتوي ، چې راپور یې درج کړی او په دې اړه يې پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دې بريد مسوليت چا نه دی منلی خو په دا وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې پر امنيتي ځواکونو د زياتره بريدونو مسوليت ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخيستي.

په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په ځينو سيمو په ځانګړې توګه په قبايلي سيمو کې هدفي بریدونه زيات شوي دي.

جانيخېلو کې د روان ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۰ مه هم د پولیسو او ځايي خلکو په وینا وسله والو یوه ښځه په خپل کور کې دننه وژلې وه.

د تېرکال (۲۰۲۱ز) په جون میاشت کې د سیمې د یو مشر ملک نصیب خان تر وژنې وروسته د سیمې ولس ۲۸ ورځې احتجاجي پرلت وهلی وو. تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې د چانيخيلو د څلورو تنکيو ځوانانو د خراب شويو مړو تر موندل کېدو وروستو نهه ورځې احتجاجونه شوي ول.

تر دې پېښو وروسته د حکومت او جانيخېلو تر مینځ مذاکرات شوي ول او د خیبر پښتونخوا د اعلا وزير په مشرۍ د امن باورۍ کولو لوظنامه هم شوې وه، خو ځايي ولس وايي، د امنیت وضع هم هغسې خرابه ده او د هدفي بریدونو لړۍ دوام لري.

بلخوا انتظامي چارواکي او پوليس وايي چې دوی په سيمه کې د امن راوستو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG