د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان او بنو کې د پولیو دوه ورځنی واکسیني کیمپېن روان دی


پاکستان کې یوه روغتیاپاله یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
پاکستان کې یوه روغتیاپاله یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

په شمالي وزیرستان کې په ګوزڼ د يو ماشوم تر اخته کېدو وروسته حکومت تر پينځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان د یوه بیړني دوه ورځني پروګرام له لارې واکسین کړي.

د خيبر پښتونخوا د پوليو پروګرام مرستيال مشر زمين خان د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې دا کیمپېن د پنجشنبې او اپرېل پر ۲۹مه په شمالي وزیرستان او ورسره نېږدې په بنو کې کېږي چې پرمهال یې روغتيايي ډلې کور په کور ګرځي.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې له معذورۍ څخه د خپلو ماشومانو د بچ کولو لپاره دې ورته واکسیني څاڅکي ضرور ورکړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په واکسیني کیمپېن کې تر ۱۶۴،۰۰۰ زیات ماشومان واکسینوي. د حکومت په خبره، د اپرېل پر ۲۲مه د شمالي وزیرستان په میرلي کې یو ماشوم ګوزڼ وواهه چې دا د شاوخوا یو کال په موده کې په پاکستان کې د ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه وه او چارواکي یې بیړنۍ کیمپېن ته اړ کړل.

زمین خان وايي، په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې د پولیو ناروغۍ "وایرس موجود دی" چې نور ماشومان هم د ناروغۍ له خطر سره مخامخوي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه يو ماشوم په وروستي ځل ګوزڼ وهلی وو. هغه مهال چارواکو او پوهانو ویل چې که په هېواد کې همدغسې درې کاله پرله پسې د پوليو هېڅ پېښه ثبت نه شي، نو بیا به له دې وايرسه پاک وګرځي. خو هلته د پوليو ضد هلې ځلې لا هم له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي. په هغه هېواد کې په تېرو کلونو کې پر واکسیني کارکوونکو او د کیمپېن د امنیت لپاره پر ګومارل شویو پولیس او اېف سي سرتېرو ګڼ بریدونه شوي دي چې پکې لسګونه کارکوونکو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ وایرس لا هم موجود دی.

XS
SM
MD
LG