د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانیخېلو کې د یوه وګړي تر وژنې وروسته احتجاج شوی


د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر اوومه هم د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجي لاریون وکړ او پرلت یې وواهه.
د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر اوومه هم د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجي لاریون وکړ او پرلت یې وواهه.

د بنو په جانیخېلو کې د یو کس تر وژنې وروسته د سیمې خلکو مظاهره کړې ده او پر حکومت یې غږ کړی دی چې د سیمې امنیت دې ټینګ کړي.

احتجاج د اپرېل د ۲۷مې پر ماخوستن تر هغې لږ ساعت وشو چې وسله والو د شېرزلي په نوم یو کس وویشت.

د جانیخېلو د پولیسو یوه چارواکي عابد جان مشال راډیو ته وویل، وسله وال تر برید وروسته وتښتېدل چې دوی یې لټون پیل کړی دی.

د احتجاج یوه ګډونوال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل چې وژل شوی کس له متحده عربي اماراتو څخه په چوټۍ ورغلی وو. "تنکی ژڼی وو. ۲۰ کاله عمر یې وو. مساپر راغلی وو، په چوټۍ وطن ته راغلی وو او تر [اختر] وروسته یې ټېکېټ کړی وو. موږ د جانیخېلو قام او کورنۍ یې د [وژنې پرضد] احتجاج وکړ او له حکومته مو یو ځل بیا وغوښتل چې موږ له تاسې نور څه نه غواړو، یوازې امنیت او تحفظ غواړو. موږ ته یې راکړئ."

وزیري زیاته کړه چې تر دې مخکې یې هم په سیمه کې د هدفي وژنو او ناامنیو ضد مظاهرې کړې دي او پرلتونه یې وهلي خو "نه حکومت او نه نور واکداران مو خبره اوري."

په جانیخېلو کې د هدفي برید ذمه واري چا نه ده منلې.

په هغه سیمه کې د اپرېل په لومړیو ۱۰ ورځو کې په درو جلاجلا هدفي بريدونو کې د يوې ښځې په ګډون څلور ولسي وګړي ووژل شول. تر هغې وروسته د سیمې مشرانو، فعالانو او سیاستوالانو د اپرېل پر ۱۲مه په یوه جرګه کې له حکومته د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه.

د بنو مرستیال کمېشنر کېپټن رېټایرډ زبیر احمد نیازي تر جرګې وروسته مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې یې د ناامنۍ د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د وسله والو پرضد يې هلو ځلو ته هم دوام ورکړی دی.

په جانيخېلو کې ځايي وګړو له تېر يو کال راهيسې د امنيت راوستو او د سيمې د پرمختګ لپاره په وار وار مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

حکومت په تېرو وختونو کې د یوې موافقې له لارې د هغوی غوښتنې منلي خو ځايي ولس شکايت کوي چې حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د جانیخېلو اوسېدونکو سږکال په مارچ کې هم یوه مظاهره کړې وه او له انتظامیې څخه یې غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو تر وژنې وروسته دې کړې موافقه عملي کړي. د هغو هلکانو تر مړو موندل کېدو وروسته د سیمې خلکو پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته ورساوه.

په شمالي وزیرستان کې هدفي برید

له یوه بل خبر سره سم، په شمالي وزیرستان کې په یو هدفي برید کې د اېف سي ځواک یو کارکوونکی وژل شوی دی.

د سیمې پولیسو مشال راډیو ته وویل، پېښه د اپرېل پر ۲۷مه په میرلي بازار کې وشوه. د دوی په خبره، د اېف سي ځواک کارکوونکی بازار ته سودا پسې تللی وو چې وسله والو ورباندې حمله وکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې هم په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا، جلا حملو کې درې ځايي کسان ووژل شول.

د اپرېل ۲۷مې له برید سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۱۵ ته ورسېد.

په ۲۰۲۱ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۶۳ هدفي حملې شوې وې.

په وروستیو کې په هغه قبایلي ضلع کې پر امنیتي سرتېرو هم یوشمېر بریدونه شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې د وسله والو پرضد عملیات پراخ کړي دي او په تېرو میاشتو کې یې لسګونه مشکوک وسله وال وژلي دي.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د هدفي حملو د مخنیوي هڅې کوي او د امنیت ټینګښت ته ژمنه ده.

XS
SM
MD
LG