د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف د شمالي‌ وزیرستان لپاره یو شمېر پروژې اعلان کړې


وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۲۱مه شمالي وزیرستان ته ورغی او هلته یې له ځايي مشرانو سره ولیدل.
وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۲۱مه شمالي وزیرستان ته ورغی او هلته یې له ځايي مشرانو سره ولیدل.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په شمالي وزیرستان کې د لوړو زده کړو د تعلیمي ادارو د جوړولو ترڅنګ د نورو پرمختیايي پروژو پیلولو اعلان کړی دی.

وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۲۱مه شمالي وزیرستان ته ورغی او هلته یې له ځايي مشرانو سره ولیدل.

ځايي‌ قبایلي مشرانو د غونډې پرمهال وزیراعظم شهباز شریف ته یو شمېر غوښتنې وړاندې کړې چې هغه یې د پوره کولو ډاډ ورکړ.

دا د وزیراعظمۍ دندې تر سمبالولو وروسته شمالي وزیرستان ته د شهباز شریف لومړی سفر وو. نوموړی څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې وزیراعظم ټاکل شوی وو.

شهباز شریف له شمالي وزیرستانه تر ستنېدو وروسته په لومړي ځل پر ټویټر پاڼه په پښتو لیکل کړي دي.

هغه په خپلو دې ټویټونو کې د سفر لنډ حال او هلته د کړو اعلانونو یادونه کړې ده.

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ بېګا مشال راډیو ته وویل، وزیراعظم ته د هغې ضلعې د سفر بلنه ده ورکړې وه.

داوړ وايي، له وزیراعظمه یې د نورو پرمختیايي چارو ترڅنګ غوښتنه کړې وه چې د غلام خان سړک دې د چین – پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) په پروژه ورګډ کړي او هڅه کوي چې دا کار وشي.

ده وویل، "د بجلۍ منصوبې دي په مختلفو ځایونو کې – لکه په سپینوام، دوسلي او دته خېلو کې د [برېښنايي] ګرېډونو جوړولو خبره ده. موږ دا مطالبه کړې وه چې د غلام خان دا لاره دې له سیپیک سره [وتړي] او انشاالله کوښښ به کوو چې دا هم ورباندې ومنو."


دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان حکومتي چارواکي په شمالي وزیرستان کې د نویو تعلیمي ادارو د جوړولو اعلان کوي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان هم د ۲۰۱۸ز کال په نومبر کې هلته د پوهنتون او میډیکل کالج جوړولو اعلان کړی وو خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

شهباز شریف پر داسې مهال شمالي وزیرستان ته تللی وو چې هلته په وروستیو کې پر امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان مشال راډیو ته وویل چې وزیراعظم د اتمانزی قامي جرګې مشرانو ته هم وینا وکړه.

ده وویل چې له وزیر اعظم شهباز شریف سره په دې یو ورځني سفر کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د پېښور کورکمانډر فېض حمید هم ملګري وو.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، پوځي چارواکو وزیراعظم شهباز شریف ته په سیمه کې پر امنیتي وضعیت معلومات ورکړل.

XS
SM
MD
LG