د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د دویم پړاو بلدیاتي انتخاباتو نارسمي نتیجې راروانې دي


په سوات کې یوه ښځه خپله رایه کاروي - د مارچ ۳۱مې انځور.
په سوات کې یوه ښځه خپله رایه کاروي - د مارچ ۳۱مې انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو د دویم پړاو غیر حتمي او غیر سرکاري نتیجې راروانې دي.

د مارچ پر ۳۱مه د هغې صوبې د څلورو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۸ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات وشول چې له نارسمي نتیجو سره سم، د ملاکنډ ډېوېژن د اووه ضلعو زیاتره تحصیلونه واکمن تحریک انصاف ګوند ګټلي دي.

غیر سرکاي او غیر حتمي نتیجې ښيي چې تحریک انصاف د سوات له اووه څخه شپږ تحصیلونه، د شانګلې له څلورو څخه درې، د ملاکنډ ضلعې درېواړه، د کوز او بر دیر ضلعو له اووه څخه درې او د کوز او بر چترال له درو څخه دوه تحصیلونه ګټلي دي.

اخوا نارسمي نتیجې ښيي چې د شمالي وزیرستان د رزمک تحصیل څوکۍ خپلواک نوماند بلال وزیر ګټلې خو د میرامشا او میرلي تحصیلونو د چېرمینۍ څوکیو نتیجې لا نه دي اعلان شوې البته د رایو وروستی شمېر ښيي چې پر دواړو هغو د جمعیت علمای اسلام (ف) نوماندان مخکې دي.

له غیر حتمي او غیر سرکاري پایلو سره سم، د جنوبي وزیرستان د لدا تحصیل پر څوکۍ د جمعیت علمای اسلام (ف) حاجي تاج ملوک، د سروکۍ تحصیل د چېرمینۍ پر څوکۍ د مسید ځوانانو اتحاد شاه فیصل غازي او د واڼه تحصیل پر هغې د جمعیت علمای اسلام (ف) مولانا محمد صالح شاه مخکې دي.

د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې هم د رایو شمېر روان دی.

تر دې مخکې د هغې صوبې د درو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه ترسره شوی وو.

دا لومړی ځل دی چې په قبایلي سیمو کې بلدیاتي انتخابات کېږي. هغه سیمې د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې په ایین کې له بدلون سره سم، په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.

XS
SM
MD
LG