د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې پر خوست د بمبارۍ ضد پرلت روان دی


په بنو کې پر خوست د بمبارۍ ضد پرلت روان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:59 0:00

په بنو کې د شمالي وزیرستان د مداخېلو خلکو پر خوست د پاکستانیو ځواکونو د بمبارۍ ضد پرلت ته دوام ورکړی دی. دوی دا احتجاج د اپرېل پر ۱۶مه تر هغې بمبارۍ وروسته وکړ چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول. د اپرېل ۱۹مې پر ماخوستن ناستې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم ورغلی وو. نوموړي په وینا کې پر اسلام اباد او کابل غږ وکړ چې د خلکو د امنیت ټینګښت په برخه کې دې خپل مسوولیتونه ادا کړي. د پاکستان حکومت د پرلت په اړه څه نه دي ویلي خو د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په بیان کې تور پورې کړی وو چې د افغانستان له خاورې څخه یې پر ځواکونو بریدونه کېږي. په کابل کې د طالبانو حکومت په یوه بیان کې ویلي ول چې دا ډول پېښې باید بیا و نه شي او د تکرارېدو په صورت کې یې د بدو پایلو خبرداری ورکړی وو. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG