د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې روغتيايي کارکوونکو د تنخا لپاره احتجاج وکړ


پخوانی تصویر: د ميرامشا بند دکانونه
پخوانی تصویر: د ميرامشا بند دکانونه

په شمالي وزیرستان کې لسګونه روغتیايي کارکوونکو د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې د تنخا نه ترلاسه کېدو ضد مظاهره کړې.

روغتیايي کارکوونکو پرون په میرامشاه کې د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل، انتظامیې د صحت ادارې د ۲۹۴ کارکوونکو تنخاګانې درولې دي. د شمالي وزیرستان د پیرامیډیکس یا روغتیايي کارکوونکو د ټولنې عمومي سېکريټري فرمان الله تور پورې کړ چې د انتظامیې د تنخاګانو دفتر ورته د ضلعې د روغتیايي افسر پر امر سربېره تنخا نه ورکوي.

دی وايي: "تنخاګانې یې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې بندې کړې دي. اکاونټ افسر چې له ضلعي روغتیايي افسر څخه کوم اسناد غوښتي، هغه ورکړي. خو د دې باوجود دی له خپل دریځه نه اوړي او زموږ تنخاګانې نه راخلاصوي."

خو د شمالي وزیرستان د تنخاګانو د حساب کتاب افسر عمر حیات بېګا مشال راډيو ته وویل چې له ۲۹۴ کارکوونکو څخه یې د هغوی د ګومارنې ټول اسناد غوښتي دي چې دا معلومه شي چې هغوی "کله او څنګه مقرر" شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ډېری داسې کسان دي چې د ګومارنې "هېڅ رېکارډ یې نشته" نو تنخا نه شي ورکولای.

په تېرو څه د پاسه درو کلونو کې په شمالي وزیرستان کې ۶۰۰ کسان د روغتیا په اداره کې په دندو ګومارل شوي چې بیا انتظامیې ورڅخه لسګونه کسان ګوښه کړل خو وروسته یې ځینې بحال هم کړل. په دې لړ کې په عدالت کې هم یوه قضیه روانه ده چې لا نه ده فیصله شوې.

XS
SM
MD
LG