د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانیخېلو مشران: له حکومت او وسله والو د امنیت غوښتنه کوو


جانيخېلو تر دې وړاندې هم په ورته جرګو کې له حکومت او وسله والو د امنیت غوښتنه کړې ده: انځور له ارشیفه
جانيخېلو تر دې وړاندې هم په ورته جرګو کې له حکومت او وسله والو د امنیت غوښتنه کړې ده: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د بنو په جانیخېلو کې جرګې پرېکړه کړې چې د امن لپاره به له حکومت او وسله والو دواړو سره خبرې کوي.

د مې پر شپږمه ترسره شوې دې جرګې، پرېکړه کړې چې دواړو غاړو ته به ورځي او خواست به ورته کوي چې نور د دوی په سیمه کې له جګړې لاس واخلي. د جرګې یو مشر ملک ماویز خان مشال راډیو ته وویل چې دوی نور له بدامنۍ ډېر ستړي شوي دي.

هغه وايي:

"موږ د خپلو مشرانو او عالمانو یوه جرګه د دې لپاره وکړه چې دا اور زموږ په سیمه کې بل دی او دا اور به موږ په خپله وژنو، د دې لپاره به موږ حکومت او ټولو وسله والو ته ورځو. او دا کار ځکه کوو چې دلته هره ورځ مړي دي چې موږ یې پورته کوو او زموږ ښځې هره ورځ ژاړي."

د جانیخېلو قامي جرګې په سیمه کې د امنیت غوښتنه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:48:00 0:00

یو ځايي امنیتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په دې سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

خو د جرګې یو بل ګډونوال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل، د حکومتي چارواکو له ژمنو باوجود د سیمې خلکو په تېرو دوو میاشتو کې اته جنازې پورته کړولې.

هغه وايي:

"موږ حکومت نه په بار بار غوښتنه وکړه چې موږ ته دې امنیت راکړي، هغوی ومنله او په سټامپ پیپر یې لیکلي راکړل چې همداسې به کوي، خو درېغه چې داسې ونه شول، امنیت اوس هم خراب دی. موږ د دې جرګې له لارې له حکومت او مخالفې ډلې دواړو نه غواړو چې پر موږ رحم وکړئ نور مو مه وژنئ، ژوند ته مو پرېږدئ."

تر دې یوه ورځ وړاندې د جنوبي وزیرستان مشرانو هم په ټانک کې جرګه کړې وه او له حکومت څخه یې هلته د امن پر ځای کولو غوښتنه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په دې سیمه کې د بدامنۍ پېښې لا زیاتې شوې دي.

د جانيخېلو مشران وايي، که حکومت او وسله والو د هغوی غوښتنه ونه منله او امنیتي وضعیت ښه نه شو نو هغوی به بیا جرګه کوي او په هغه جرګه کې به بیا خپله قامي کړنلاره اعلانوي.

جانيخېلو تر دې وړاندې هم په ورته جرګو کې له حکومت او وسله والو د امنیت غوښتنه کړې ده. دوی وايي، په سیمه کې یې امنیت نشته، هدفي وژنې ترسره کېږي او د پرمختګ کارونه هم ټکني شوي دي.

تر دې وړاندې پاکستانیو چارواکو له جانیخېلو سره ژمنې کړي چې په سیمه کې به یې د قانون حاکمیت واکمنوي، امنیت به ټینګوي او ترقیاتي کارونه به هم ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG