د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلام خان بندر: وزیرستانیانو د تګ راتګ ستونزو خلاف احتجاج کړی


په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له وجې وزیرستانیان کډوال شول: انځور له ارشیفه
په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له وجې وزیرستانیان کډوال شول: انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان د څلورو قبیلو مشران وایي چې پر غلام خان بندر په تګ راتګ کې مشکلات لري. په دغو قبیلو کې مداخېل،ګربز، زوی سیدګي او کبل خېل شامل دي.

دغو قبایلي مشرانو تېره ورځ د میرامشاه پرېس کلب مخې ته د خپلو غوښتنو لپاره یو احتجاجي لاریون هم وکړ.

د دته خیلو یو اوسیدونکي ملک میر باد خان مداخېل تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، دوی د پاکستان قانوني اسناد لري خو بیا هم د داخلې پر اجازت نامه تګ راتګ کوي: "بغېر له انټرۍ، نه پاس تلی شو او نه کوز، موږ انتظامیې ته خواست کوو چې دا زیاتی له موږ سره بند کړي. په دې دونه کلونو کې یې نه موږ ته سړک جوړ کړ، نه مو خپل وطن ولیدو، نه مو ژوند کولو ته پرېږدي نو زه څه وکړم؟"

دغه قبایلي مشران دا غوښتنه هم کوي چې باید په افغانستان کې مېشت د وزیرستانيو کډوالو د راستنولو عمل دې تیز کړل شي. بلخوا د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان مشال راډیو ته ویلي چې د سیمې اوسیدونکیو ته پر غلام خان لاره په تګ راتګ کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره کار کوي او زیاتوي چې له افغانستانه ډېرې کورنۍ راستنې شوې دي او د پاتو هغو لپاره هم کار کوي.

د ۲۰۱۴ ز کال په نيمايي کې د پاکستان د پوځ لخوا په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات پیل شول، چې له کبله یې د يادې سیمې لکونه خلک د خيبر پښتونخوا سربېره د افغانستان خوست او پکتيکا ته هم واوښتل.

که څه هم په څو پړاونو کې له خوست او پکتيکا څخه د وزیرستانيو کډوالو یوشمېر کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستنې شوې، خو لا هم په خوست، برمل، لمن او اورګون کې د هغوی زرګونه کورنۍ مېشتې دي.

XS
SM
MD
LG