د لاسرسي ځای

تازه خبر

مداخېل قبیله: پاکستان دې بمبارۍ کې وژلو شویو وزیرستانیانو سره انصاف وکړي


ځینو پرلتوالو د اپریل پر ۲۲مه مشال رېډيو ته وويل چې په خوست کې د پاکستانیو ځواکونو په بمباريو کې له وژل شویو سره دې انصاف وش
ځینو پرلتوالو د اپریل پر ۲۲مه مشال رېډيو ته وويل چې په خوست کې د پاکستانیو ځواکونو په بمباريو کې له وژل شویو سره دې انصاف وش

په خوست کې د وزيرستانيو کډوالو د وژل کېدو پر ضد په بنو کې د شمالي وزیرستان د مداخېلو قبیلې احتجاجي پرلت له تېرو شپږو ورځو راهيسې دوام لري.

دوی دا احتجاج د اپرېل پر ۱۶مه تر هغې بمبارۍ وروسته وکړ چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول.

ځینو پرلتوالو د اپریل پر ۲۲مه مشال رېډيو ته وويل چې په خوست کې د پاکستانیو ځواکونو په بمباريو کې له وژل شویو سره دې انصاف وشي او له افغانستانه دې ټول وزيرستاني کډوال خپلو کورونو ته ستانه کړل شي.

د بنو احتجاجي پرلت ته د اپریل پر ۲۲مه، د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په خپله وينا کې له حکومت غوښتنه وکړه چې په دغه سيمه کې دې نا امني ختمه کړي. تر محسن وړاندې، د اپرېل ۱۹مې پر ماښام پرلت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم ورغلی وو. نوموړي په وینا کې پر اسلام اباد او کابل غږ وکړ چې د خلکو د امنیت ټینګښت په برخه کې دې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

ځینو پرلتوالو مشال رېډيو ته وويل چې په خوست کې د پاکستانیو ځواکونو په بمباريو کې له وژل شویو سره دې انصاف وشي
ځینو پرلتوالو مشال رېډيو ته وويل چې په خوست کې د پاکستانیو ځواکونو په بمباريو کې له وژل شویو سره دې انصاف وشي

پرلتوال وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې په سیمه کې د وسله والو پرضد د پاکستان پوځ د عملیاتو له وجې د مداخېلو زرګونه خلک افغانستان ته کډه شول، هلته د بېوسۍ ژوند کوي او پر پوله د تګ راتګ اجازه هم نه لري.

د افغانستان د طالبانو حکومت سيمه ييز چارواکو د اپرېل پر ۱۸مه تاييده کړې وه چې د خوست په بمباريو کې لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي او ۲۲ ژوبل دي.

په بنو کې د مظاهره چیانو د څرګندونو او غوښتنو په اړه ځايي انتظامیې تر دې دمه څه نه دي ویلي، البته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په يوه بيان کې ويلي ول چې وسله وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ترهګر بريدونو کوي. په بيان کې د خوست د بمباريو يادونه نه وه شوې خو دومره ویل شوي وو چې پاکستان د افغانستان "ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی" لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د اپرېل پر ۱۷مه په یو بیان کې تور پورې کړی وو چې د افغانستان له خاورې څخه یې پر ځواکونو بریدونه کېږي. په کابل کې د طالبانو حکومت په یوه بیان کې ویلي ول چې دا ډول پېښې باید بیا و نه شي او د تکرارېدو په صورت کې یې د بدو پایلو خبرداری ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG