د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان او بنو کې ۴ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي


پاکستاني پوځيان په بنو کې شمالي ورستان ته پر تللي سړک د يو ګاډي تالاشي کوي (انځور له ارشيفه)
پاکستاني پوځيان په بنو کې شمالي ورستان ته پر تللي سړک د يو ګاډي تالاشي کوي (انځور له ارشيفه)

په شمالي وزیرستان او بنو کې په تېرو دوو ورځو کې څلور کسان په بېلابېلو حملو کې وژل شوي دي.‌

د شمالي وزیرستان پولیس چارواکي وايي چې تیره ورځ په ميرعلی کې په دوو بیلا بیلو هدفي بریدونو کې ۳ کسان وژل شوي. د پوليسو مشر عقیق حسین د اپريل په ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د ميرعلي په چوک کې وسله والو د اقا خان په نوم يو کس په نښه کړي او تښتيدلي دي. همدراز په هرمز اډه کې په يو بل برید کې د کوهاټ لاچۍ سیمې ۲ کسان وژل شوي دي.

بلخوا د اپریل په ۱۸مه په ميرام شاه کې یو پوځي افسر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې چې امنيتي سرتیرو تېره ورځ په مير علي کې یو مشکوک ځانمرګی بریدګر وژلی خو د دغه کس شناخت يې نه دی ښودلی.

دا راز د بنو پولیسو یو چارواکي عابد جان مشال راډیو ته وویل چی وسله والو د اپریل په ۱۸مه د شپې د منډان پولیس تاڼې یو سرتیری افتخار په هدفي برید کې وژلی او برید کونکي تښتیدلي دي. د هغه په وينا د افتخار ورور هم څه دوه مياشتې مخکې د وسله والو په برید کې وژل شوی وو.

د منډان تاڼې د پولیس سرتیري د وژنې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې خو د شمالي وزیرستان د هدفي حملو مسوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د مشال راډيو د ساتلو شمېرو تر مخه، په دې سره په روان ۲۰۲۲م کال کې په شمالی وزیرستان کې دا لسم هدفي برید دی. په ۲۰۲۱م کال کې په دغه سیمه کې ۶۳ هدفي بریدونه شوي وو خو تر دا مهال په دې بریدونو کې ککړ کسان نه دې نيول شوي.

XS
SM
MD
LG