بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي.
نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ.
د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي نن د کابل په دشت برچي سیمه کې درې بريدګرو ۱۴ تنه ولسي وګړي وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي دي. وزارت زیاته کړه چې په سیمه کې یې د برید پرمهال څه باندې سل تنه ایسار شوي ملکیان هم ژغورلي. د بريد زمه واري تر دې راپور جوړولو پورې کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
افغان چارواکي وايي په ننګرهار کې ځانمرګی بريد او په کابل کې وسله واله حمله شوې ده.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پښتنو ښځو د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو غړي عارف وزیر وژنه غندلې او غوښتنه یې کړې چې يو عدالتي کمېشن دې د دې پېښې تحقیقات وکړي.
د ټکنالوژي کمپنۍ، فېسبوک د څارنې يوه شل کسیزه ډله جوړه کړې چې د نورو ځينو کارونو ترڅنګ به د ټولنيزو اړيکو پر ویبپاڼې، فېسبوک ډاټ کام او تصويرونو خپروونکي اېپ انسټاګرام خپريدونکي مواد ارزوي.
ملګرو ملتونو پر خپل ویب سایټ لیکلي چې په نړۍ کې په دریوو کې دوه ښځې د تشدد ښکار دي او د قرنطين پر مهال د دې شمېرې د زیاتېدو وېره ده. دې ادارې د اپريل په ۳۰مه ويلي وو چې که د کورونا وایرس له امله قرنطين ۳ مياشتې دوام وکړي نو ښايي په ټوله نړۍ کې د کورني تاوتريخوالي پينځلس ميليونه پېښې رامخې ته شي.
د بشري حقونو د څار نړيوالې اداره، هيومين رايټس واچ وايي د پاکستان حکومت د بشري حقونو غېب کړل شوي فعال ادريس خټک د موندلو لپاره سمې پلټنې نه دې کړي.
د پاکستان دوو لويو اپوزيشن ګوندونو مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټي ويلي د تحريک انصاف حکومت به په آيين کې شوي اتلسم ترميم ليري کولو ته پرېنږدي.
د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي د مې په درېيمه په لاهور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له عربي هېوادونو يې د وګړو ورستنېدل پر اقتصاد خراب اغېز لري
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اپرېل په ۲۷مه شبلي فراز د اطلاعاتو د وزیر او ليفټیننټ جنرل عاصم باجوه د اطلاعاتو د سلاکار په توګه ګمارلي دي.
د بنديانو حقونو لپاره کار کوونکې غېرسرکاري ادارې جسټس پروجیکټ پاکستان په ویب سايټ ليکلي چې په کورونا اخته ۹۷ بنديان په پنجاب او يو په کوټه کې دی.
د بيان ازادۍ لپاره کار کوونکې نړیوالې ادارې، بې پولې خبریالان يا رپورټرز ويداوټ بارډرز په يو تازه راپور کې ويلي چې په پاکستان کې د بيان ازادي د پوځي ایسټبلیشمنټ په ګوتو کې ده.
د پاکستان حکومت وايي په هېواد کې یې په کورونا وایرس په اخته کسانو کې د اپرېل تر اتلسمې پورې لږ تر لږه نهه خبريالان هم دي. د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو سلاکارې، فردوس عاشق اعوان وايي دوی د خبريالانو خوندېتوب لپاره هغوی ته ځانګړې جامې او مواد ورکوي.
شهریار اپرېدی وايي، په دوی کې له شام، سعودي عرب، ايران او عراق څخه زیارتیان راروان دي. همداراز ځيني تبليغيان دي.
د افغان سولې لپاره د امریکې بهرنیوو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنيوو ځواکونو مشر جنرل سکاټميلر له پاکستاني چارواکو سره کتليدي.
په پاکستان کې کورونا د اپرېل تر ۱۴مې پورې سل کسان وژلي دي. حکومت پر خلکو غږ کړی چې د دې وایرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ضرور ده چې ګڼه جوړه نه شي او د جمعې لمونځ ته دې له پينځوو کسانو ډېر نه ورځي. خو ديني عالمان دا نه مني او وايي جوماتونه به پينځه وخته خلاص وي. راپور: بشيرګواښ
د اېسوسيټيد پریس خبري اژانس موندنې ښييچې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې په مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي زیاتي په لسګونه پېښې راپور شوي دي. اکثره ماشومان له پنځو څخه تر دولسو کلونو پورې عمر لري. په دې ويډيو کې د ځورېدلو ماشومانو او د هغوی د کورنيوو خبرې اورېدلی شئ.
د پاکستان حکومت د امنيت لپاره خپل بجټ زیات کړی او د دې لپاره یې له بېلابېلو څانګو پېسې کمې کړې دي. ډان ورځپاڼې ليکيچې د تحريک انصاف حکومت درې پنځوس اربه روپۍ د امنيت لپاره ورزیاتې کړې چې پکې له قبايلو د بې کوره شوو خلکو د پرمختياييکارونو پېسې هم شاملې دي.
ملګري ملتونه وايي د کورونا وايرس د خورېدو مخنيوي لپاره خلک په کورونو ناست دي چې له وجې یې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی نیزدي ۳۰ فېصده زیات شوی دی.
نور وښیئ