د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزيشن ګوندونه: حکومت د اتلسم ترميم ليري کولو ته نه پريږدو


پخوانی تصویر: د اپوزيشن ګوندونو مشران
پخوانی تصویر: د اپوزيشن ګوندونو مشران

د پاکستان دوو لويو اپوزيشن ګوندونو مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټي ويلي د تحريک انصاف حکومت به په آيين کې شوي اتلسم ترميم ليري کولو ته پرېنږدي.

دوی زیاته کړې چې د حکومت له خوا د کورونا سره په مبارزې کې هم اهنګي پېدا کول د دې ترميم ختمولو بهانه ده چې تر شا يې سياسي مقصدونه پټ دي. د مسلم لېګ (ن) د پارليمان غړي، احسن اقبال د مې په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې وزیراعظم عمران خان غواړي د اتلسم ترميم په ختمولو سره صوبو ته په آيين کې ورکړل شوې واکونه واخلي او پر خپلې خرابې حکومتدارۍ پرده اچولو لپاره يوه بهانه پېدا کړي.

نوموړي زیاته کړه: ((د مسلم لېګ (ن) دریځ ډېر واضحه دی. اتلسم آييني ترميم د ټولو سياسي ګوندونو په خوښه شوی وو او حکومت یې داسې نه شي بدلولی. دوی د دې بدلون لپاره په پارليمان کې په دريوو کې دوه اکثریت ته ضرورت لري چې حکومتي ګوند سره نشته.)).

حکومتي ګوند په پارليمان کې دومره اکثريت نه لري چې اتلسم ترميم دې پري ليري کړي. دوی د دې بحثونو په راپورته کولو سره له خپلو ناکاميوو د خلکو مخ اړول غواړي.
احسن اقبال

دی زیاتوي: ((دا ترميم د کورونا وایرس سره په مبارزې کې هيڅ خنډ نه دی. حکومت د دې وايرس سره په مبارزه کې ناکامه شوی دی نو ځکه هسې بهانې جوړوي. فکر نه کوم چې حکومت دې اتلسم ترميم ته ګوتې هم وروړي ځکه چې دوی ته مالومه ده چې د بدلون منظورولو لپاره کافي رايې نه لري. زما په خيال دوی دا بحث د خپلو ناکاميوو پټولو او له هغو درغليوو څخه مخ اړولو لپاره پېل کړی چې په دې حکومت کې اوس راښکاره شوي دي.))

حکمران ګوند، تحريک انصاف او اتحاديان يې د پاکستان په پارليمان کې ۱۷۶ چوکۍ لري. د ټولو اپوزيشن ګوندونو د غړو شمېر۱۵۸ دی. په دې توګه د واکمن تحريک انصاف سره د اتلسم ترميم د بيا بدلولو لپاره پوره رايې نشته خو د مې په لومړۍ نېټه په يوه خبري غونډه کې د اطلاعاتو وفاقي وزیر، شبلي فراز ويلي وو چې په دې اړه به د بېلابېلو سياستوالو سره رابطه کوي. هغه په دې ترميم کې د بدلون ضرورت لپاره دليل راوړی وو چې د کورونا وایرس په وړاندې د وفاقي حکومت د پالیسۍ عملي کولو واک يې محدود کړی دی.

د کورونا وایرس سره د مبارزې په لړ کې سيند صوبه چې پيپلز پارټي پکې حکومت لري، د تحريک انصاف وفاقي حکومت د ډېرو فېصلو سره همغږي نه ده. وزيراعظم عمران خان په لاک ډاون يا ټولبند کې د نرمۍ په کولو سره په جوماتونو کې خلکو ته د لمونځ ازادي ورکړي او ځيني کاروبارونه یې پرانیستلي خو د سيند صوبايي حکومت په جوماتونو کې په جمع لمونځ کول تر پينځو کسانو محدود کړل او بازارونه یې هم د نور پاکستان په پرتله تر ډېره وخته بند وساتل.

اتلسم آيني ترميم د وفاقي حکومت د پاليسو عملي کولو واک محدود کړی دی چې له وجې يې د کورونا وایرس پر ضد مبارزه په اغېزمنه توګه نه کېږي.
شبلي فراز

د پيپلز پارټۍ يوې سياستوالې شرميلا فاروقي د مې په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د کورونا سره مبارزه د واکونو په پراخولو نه بلکې د سمې پاليسۍ په درلودلو کېدلی شي. هغې زياته کړه چې که د تحريک انصاف حکومت پالیسي سمه وي نو ولې يې په پنجاب، خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې نه عملي کوي چېرته چې د دوی حکومت دی او د اتلسم ترميم ليري کولو ته پکې اړتيا نشته.

د پاکستان په ايين کې اتلسم ترميم په ۲۰۱۰ کال کې د پيپلز پارټۍ په حکومت کې له پارليمانه منظور شو. په دې بدلون سره له آيينه ځيني هغه مواد وويستل شول چې پخوانيوو پوځي امرينو پکې اچولي وو. په دې توګه د پوځي کودتاوو قانوني جواز کم شو او د پارليمان واک زیات شو. همداراز صوبو ته د ډېر واک په ورکولو سره هغوی د پېسو لګولو او د روغتيا، تعليم او ځينو نورو برخو لپاره د خپلو پاليسيوو جوړولو اختيار پېداکړ.

د سياسي چارو شنونکی، افراسياب خټک وايي که تحريک انصاف له ايينه اتلسم ترميم ليري کړي، نو دا به د پاکستان وفاقي حيثیت زيانمنولو، له ځانه د صوبو ليري کولو او پوځي آمرينو خوشالولو سبب شي. هغه مشال راډيو ته وويل: ((په دې ترميم سره صوبو ته خودمختاري ورکړل شوه او د جنرل ضياالحق او پرويز مشرف له خوا ايين ته ورزیات شوي مواد ختم شول. دې ترميم په آيين کې دا خبره ورزیاته کړه چې د مارشل لا لګول او د ايين معطلول غداري ده چې ډېره سخته سزا لري.))

افراسياب خټک: د اتلسم ترميم ليري کول د غېرجمهوري قوتونو خوشالول دي
افراسياب خټک: د اتلسم ترميم ليري کول د غېرجمهوري قوتونو خوشالول دي

خټک زیاته کړه: ((یوازې غېرجمهوري قوتونه د دې ترميم مخالفت کوي. په اتلسم ترميم کې راغلي چې پارليمان تر هر څه ډېر اختيار لري نو وزیراعظم عمران خان کولی شول د پارليمان ګډه غونډه یې راغوښتلی وای او د کورونا پر ضد پالیسي يې د اپوزیشن سره په شريکه جوړه کړی وای. خو هغه داسې نه کوي ځکه چې دی هغه قوتونه خوشالوي چې دې یې په حکومت کې راوستی دی. ده پارليمان ته د مخ اړولو پر ځای د کورونا پر ضد يو کنټرول او کمانډ سنټر جوړ کړ چې مشر يې يو پخوانی پوځي افسر دی.))

د مې په دوهمه نېټه د پاکستان منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د اتلسم ترميم له وجې بلدياتي نظام کمزوری شوی چې د کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره يې قوي کول ضروي دي. هغه زياته کړې وه چې په دې اړه به د ټولو ګوندونو سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG