د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ۹ خبريالان په کورونا وایرس اخته شوي دي


پاکستاني خبريالان
پاکستاني خبريالان

د پاکستان حکومت وايي په هېواد کې یې په کورونا وایرس په اخته کسانو کې د اپرېل تر اتلسمې پورې لږ تر لږه نهه خبريالان هم دي. د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو سلاکارې، فردوس عاشق اعوان وايي دوی د خبريالانو خوندېتوب لپاره هغوی ته ځانګړې جامې او مواد ورکوي.

اعوان د اپرېل په ۱۸مه په اسلام اباد کې په نېشنل کلب کې هغه غونډه کې برخه درلوده چې د راولپينډۍ او اسلام اباد خبريالانو اتحادیې له خوا پکې خبريالانو ته د ځان ساتنې جامې وويشل شوې. اعوان وويل چې حکومت به همله کورونا وایرس څخه د خبريالانو ساتنې لپاره مرسته وکړي.

هغې زیاته کړه: ((موږ د ټول پاکستان خبريالانو او د هغوی د کورنيوو د ژغورنې زمه وار يو. ماته معلومه ده چې تر اوسه پورې ۹ خبريالان په کورونا وایرس اخته شوي دي خو هيچا موږ سره د مرستې لپاره تماس نه دی نیولی چې بايد وې نيسي. موږ د دوی د خوندي ساتلو لپاره د ځانګړو جامو په جوړولو اخته يو. دا بیا تاسو پخپله معلومه کړئ چې د مطبوعاتو کوم یو کاروونکی دې ته ضرورت لري او کوم یې نه ورته لري ځکه دا جامې د هر خبريال لپاره نه دي.))

چارواکي له یوې خوا خلکو ته وايي چې له يو بله فاصله وساتئ او له بلې خوا یې په خبری غونډو کې ګڼ خبريالان اوږه په اوږه ناست وي
خبریال نعمت خان

د عامې روغتيا نړيوالې ادارېWHO ويلي چې د کورونا وایرس د مخنيوي په لړ کې پر مطبوعاتو له دې وجې ډېره زمه واري راځي چې دا مهال د دې وایرس په اړه غلط معلومات او جعلي‌خبرونه خپرېږي. د دې ادارې په خبره رسنۍ دې د خلکو پوښتنو ځوابولو لپاره سم ځوابونه راټول کړي.

د راولپينډۍ او اسلام اباد د خبريالانو د اتحادیې يوه مشر، اصف علي بهټي وويل د اپرېل په اتلسمه په اسلام اباد کې شوې غونډه کې ټينګار وکړ چې خبريالان دې کره معلومات تر خلکو ورسوي.

بهټي له حکومته غوښتنه وکړه چې د خبريالانو د خوندي ساتلو او همداراز دوی سره د معلوماتو شريکولو کې بخيلي ونه کړي. ((زموږ فوټرګرافران، کيمره مينان او خبريالان له هغه ځایه خلکو ته معلومات راوړي چې نن سبا ورته تګ مشکله دی. دوی د چارواکو سره اوس هم ګرځي او د هغوی کارونو راپوروي، دا کار له خطره خالي نه دی. حکومت بايد دې ته پام ولري. نن موږ د خپلو خبريالانو لپاره ځانګړې زر جوړه جامې او نور مواد ورکوو. دې سره د کورونا وایرس مخنيوي لپاره ماسکونه هم شته دی.))

د پاکستان حکومت په داسې مهال د خبريالانو سره د مرستې خبرې کوي چې د ملک په بېلابېلو برخو کې ټولبند يا لاک ډاون روان دی. ډېر خلک بهر ته نه پرېښودل کېږي خو د پاکستاني چارواکو په خبري غونډو کې بیا هم خبريالان موجود وي. کله چې د اپرېل په ۱۸مه فردوس عاشق اعوان خبریالانو ته د ځانساتنې جامې تقسیمولې نو ګڼ خبريالان د يو بل سره نیزدي نيزدي ناست وو.‌

په کراچۍ کې خبريال، نعمت خان وايي له کورونا وایرسه د مخنيوي لپاره ضروري ده چې خلک د يو بل سره فاصله وساتي. د هغه په وېنا نو که حکومت رښتيا هم د خبريالانو غم کوي نو خپلې غونډې دې په پریس کلبونو کې نه بلکې آن لاين وکړي.

XS
SM
MD
LG