د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار او کابل: بريدونو ګڼ کسان وژلي دي


کابل: يو افغان سرتيري يو ماشوم د پېښې له ځايه وباسي
کابل: يو افغان سرتيري يو ماشوم د پېښې له ځايه وباسي

افغان چارواکي وايي په ننګرهار کې ځانمرګی بريد او په کابل کې وسله واله حمله شوې ده. 

د ننګرهار ولايت د والي دفتر رسنيوو ته نن په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې نن سهار په ښېوې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د قوماندان شېخ اکرم په جنازه کې شوي ځانمرګی برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۶۸ ټپيان دي.

د خبرپاڼې ترمخه په دې حمله کې د ولايتي شورا يو غړی عبدالله ملکزی وژل شوي او د پارليمان يو غړی، نوراغا ملکزی زخمي شوی دی. تر اوسه کومې وسله والېډلې د دې حملې زمه واري نه ده منلې.

ننګرهار: يو سړی د پېښې له ځايه زخمي ماشوم وړي
ننګرهار: يو سړی د پېښې له ځايه زخمي ماشوم وړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي نن د کابل په دشت برچي سیمه کې ترهګرو په خپلو بریدونو سره ۱۴ تنه ولسي وګړي وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي دي.

د یاد وزارت ویاند طارق آرین په دې اړه رسنیو ته وویل:

" په تاسف چې ترهګرو د خپلو جنایتونو په دوام نن یو وار بیا په کابل کې یو جنایت وکړ. دوی په دشت برچي سیمه کې یوه سل بستریز روغتون ته ننوتل او د دوو نویو زیږیدلو ماشومانو په شمول یې دیارلس کسان چې پکې میندې او نرسانې دي ووژل او ۱۵ کسان یي ټپيان کړل چې پکې ښځې، سړي او ماشومان شامل دي."

آرین وویل دا برید چې له غرمې مخکې لس بجې پيل شوی و او شاوخوا دوه نیمې بجې د ټولو ترهګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په سیمه کې یې د برید پرمهال څه باندې سل تنه ایسار شوي ملکیان هم ژغورلي.

چا د برید مسوولیت نه دی منلی خو هم وسله وال طالبان او هم داعش یا اسلامي دولت ډله د داسې بریدونو په ترسره کولو تورن دي.

طالبانو په ننني برید کې لاس لرل رد کړي.

د کورنيوو چارو وزارت زياته کړې چې اتيا ملکي وګړي يې تر بريد لاندې روغتون څخه ژغورلي دي. د پېښې يو عېني شاهد ايسوسيټيډ پريس خبري اژانس ته ويلي چې وسله والو د پوځيانو جامې اغوستې وي او لومړی یې د روغتون په خوله کې پر ولسي وګړو ډزې وکړي.

طالبانو په دې حمله کې لاس لرل رد کړي او کومې بلې ډلې يې زمه واري نه ده اخیستې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG