د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ۹۸ بنديان په کورونا وایرس اخته شوي دي


په لاهور کې د کورونا وایرس مریضانو لپاره په موقتي ډول جوړ، روغتون
په لاهور کې د کورونا وایرس مریضانو لپاره په موقتي ډول جوړ، روغتون

د بنديانو حقونو لپاره کار کوونکې غېرسرکاري ادارې جسټس پروجیکټ پاکستان په ویب سايټ ليکلي چې په کورونا اخته ۹۷ بنديان په پنجاب او يو په کوټه کې دی.‌

د ا پرېل تر ۲۳مې پورې دې ادارې پر ویب سايټ‌د خپرو شوو شمېرو ترمخه لږ تر لږه د پنجاب په زندانونو کې ۱۵۰۰ ډېر عمر لرونکي قيديان او ۱۱۸۴ مېرمنې په کورونا وایرس د اخته کېدو د خطر سره مخ دي. د جسټس پراجيکټ پاکستان مشره ساره بلال وايي حکومت بايد د دې وایرس د خپرېدو خطر کمولو لپاره مېرمنې، ماشومان، ډېر عمر لرونکي او زیات ناروغه بنديان بېل کړي، د صحت ځانګړی خيال یې وساتي او که ضرورت وي، خوشې دې یې کړي.

ساره بلال د اپرېل په درويشتمه مشال ریډيو ته وويل چې تر ټولو لويه ستونزه په زندانونو کې له خپلې اندازې د زياتو قيديانو شتون دی او له همدې وجې پکې د کورونا وایرس د خپرېدو خطر ډېر دی.‌

ډېری بنديان په سختو ناروغيوو لکه اېډز، کېنسر، توبرکلوز او شوګر اخته دي. کورونا د دې خلکو ژوند ته سخت خطر پېښ کړی دی نو ځکه بايد دوه ته روغتيايي سهولتونه برابر شي او د ډېر عمر بنديان دې خوشې شي
ساره بلال

نوموړې وايي: ((د پاکستان وفاقي حکومت او صوبايي حکومتونه بايد د قيديانو د صحت او پاکوالي خيال وساتي. دا کار تر هغې پورې نه شې کېدلی تر څو په زندانونو کې د قيديانو شمېر کم نه شي. په هره بندېخانه کې دومره ډېر بنديان اچول شوې چې د ساتلو وړتيا یې نه لري. حکومت بايد د بنديانو حالت ته وګوري او هغو چې کېنسر، توبرکلوز، ايچ آي وي اېډز او دماغي ناجوړيوو په شان نورې سختې ناروغۍ لري، بايد بېل کړل شي.))

د پاکستان حکومت د مارچ د مياشتې په نيمايي کې اعلان وکړ چې ځينې قیديان به پريږدي خو د مارچ په دېرشمه سپريم کورټ دا فېصله رد کړه. سپريم کورټ‌ حکومت ته په دې لړ کې ځينې لارښوونې وکړي او وې ويل چې په وړو جرمونو کې نيول شوي کسان، ځينې ښځې او ماشومان او همداراز هغه خلک چې عمر یې له پنځوس کلونو زیات وي خوشي کړي. ساره بلال چې د حکومت سره په دې اړه کار کوي، وايي په ځينو صوبو د دغو بنديانو خوشي کېدل پېل شوي وي.

د جسټس پراجيکټ پاکستان شمېرو تر مخه په پاکستاني زندانونو کې د قیدیانو شمېر له خپلې اندازې څلور دېرش فېصده زیات دی. دې ادارې ويلي هغه قیديان چې يا پرې مقدمه نه ده چلېدلې او يا یې هم مقدمې روانې دي، بايد خوشي شي. په ‌پنجاب کې تر مقدمو لاندې بنديانو شمېر، شپږ ويشت زره اوه سوه پينځه ويشت، په سند کې دولس زره څلور سوه يو دېرش، په خېبر پښتونخوا کې اوه زره شپږ سوه اته شپېته او بلوچستان کې يو زر او یو سل اتلس ښودل شوی دی.

جسټس‌ پراجيکټ پاکستان زیاته کړې چې په ډېرو بندېخانو کې د روغتونو او ډاکټر انتظام هم نشته دی.

د بشري حقونو فعال، عبدالله ننګيال چې د پنجاب او خېبر پښتونخوا په زندانونو کې يې وخت تېر کړی دی، وايي بنديان په ډېرو تنګو ځايونو کې ساتل کېږي چې له جې یې په کورونا وایرس د اخته کېدو خطر زیات دی.

هغه مشال راډيو ته وويل: ((زه په اډياله، ډېره اسماعيل خان او ټانک زندانونو کې وم. په دې ټولونو زندانونو کې بنديان په وړو وړو کوټو کې ساتل کېږي. ليټرين (د متيازو ځای) هم همدلته وي. ډوډۍ هم سمه نه وي. يوازې په اډيالې جېل کې وړوکی کلينيک وو. په دې نورو زندانونو کې که څوک مریض شته نو يوازې پيناډول ګولۍ ورکوي.))

د پاکستاني وزیراعظم د روغتيايي چارو سلاکار، ډاکټر ظفر مرزا تېره هفته په يوه خبري غونډه کې وويل چې دوی د هېواد په ځينو زندانونو کې د روغتيا سهولتونه برابر کړي‌دي. په دوی کې د پنجاب په کمپ جېل کې د سل بستیریزه عارضي روغتونو جوړول شامل دي چې د کورونا وایرس مریضان پکې ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG