د لاسرسي ځای

تازه خبر

۴۰زره پاکستانيان وطن ته ستنېدل غواړي


د پاکستان حکومت وايي په بېلابېلو هېوادونو کې بند پاتې ۴۰ زره وګړو یې وطن ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده. وفاقي وزیر شهريار افريدی وايي د کورونا وایرس خطر ته په کتو سره پي ای اې پروازونه پېل کړي دي.

د سرحدونو او قبايلو وزیر، شهريار اپرېدي د اپرېل په ۱۶مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې ټول خلک به پر هوايي‌ مېدانونو د کورونا وایرس تر چاڼ (ټيسټونو) تېريږي او که ضرورت وو نو ځينې خلک به قرنطینېږي. نوموړي همداراز وويل چې له پاکستانه هم ځيني بهرنيان خپلو کورونو ته لېږي:

شهريار افریدی
شهريار افریدی

هغه زياتوي: ''په دوی کې له شام، سعودي عرب، ايران او عراق څخه زیارتیان راروان دي. همداراز ځيني تبليغيان دي. دا به هم درته ووايم چې په پاکستان کې هم ۱۵۰۰ بهرني تبليغيان شته دی چې موږ یې واپس خپلو خپلو هېوادونو ته لېږو. تر دې وخته زموږ بهرنيوو چارو وزارت ته څلويښت زرو پاکستانيانو د ستنېدو غوښتنه کړې ده. په دوی کې له بېلابېلو هېوادونو خوشي شوي قيديان، مزدوران او پر هوايي ‌مېدانونو بند پاتې خلک شامل دي.''

حکومت واضحه کړې چې دومره وس نه لري چې څلوېښت زره خلک په يو وار پاکستان ته ستانه کړي. دی وايي د کورونا وایرس د خورېدو مخنيوي لپاره پر هوايي مېدانونو د هر ورتلونکي کس ټيسټونه کېدل ضروري دي.

حکومت وايي لومړيتوب یې هغه خلک دي چې یا یې وېزه یې ختمه ده او يا هم له زندانونو خوشي شوي دي

د پاکستاني وزیراعظم سلاکار، معيد يوسف وايي د لومړېتوب په بنياد، دا هفته ۲۰۰۰ بهر مېشتي پاکستانيان وطن ته ورستنېږي. هغه د اپرېل په ۱۶مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې عمان او متحده عرب اماراتو خوا اوشا ۶۵۰ پاکستاني قیديان پرېښي دي‌ چې راوستل یې پېل شوي دي.

يوسف زیاته کړه چې هيڅوک به بغېر له قرنطینه کور ته نه لېږي. ''په ۱۸م تاريخ له متحده عرب اماراتو ۲۰۰ او له انډونیشيا څخه ۲۲۵ خلک راځي. د دې

سره به دا هفته ټول له ۱۹۵۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې پاکستانيان راستنېږي. ډېر پاکستانيان غواړي چې خپلو کورونو ته ستانه شي. موږ لومړيتوب هغو کسانو ته ورکوو چې مزدوران دي، کارونه یې ختم کړل شوي او وېزې یې ختمې شوې دي. په دوی کې ډېر خلک په متحده عرب اماراتو کې دي. دوهم هغه پاکستاني وګړي دي چې سعودي، عرب امارتو او عمان له جېلونو خوشې کړي دي.''

ډېر ستنېدونکي پاکستانيان په عربو کې دي

د پاکستان حکومت د بهر مېشتو پاکستانيانو ورستنولو لپاره يوه کمېټه جوړه کړې ده او وايي کوښښ‌کوي چې ټول خلک په عزت خپلو کورونو ته لاړ شي. خو په متحده عرب اماراتو کې خبريال عمران خان یوسفزي مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت د خپلو خلکو د ورستنولو چاره ډېر په ځنډ پېل کړه او په دې اړه د واضحو معلوماتو د نه شتون له وجې د خلکو ذهنونه کنفیوز يا د انتشار ښکار دي.

خلک بايد پوه شي چې هر تن به قرنطینيږي. که څوک د حکومت په قرنطيني مرکز کې اوسېدل نه غواړي، ځانله دې هوټل ونیسي. خو واضحه دې وي چې حکومت د هوټل پېسې نه ورکوي
معيد يوسف


يوسفزي زياته کړه: ''دلته د عرب اماراتو حکومت اعلان کړی چې ۲۵۰۰۰ پاکستانيان خپل وطن ته ستنېدل غواړي. د پاکستان حکومت د دې خلکو د ورستنولو چاره تر هغې وروسته شروع کوي چې د متحده عرب اماراتو حکومت واضحه وويل چې هند، پاکستان او بنګله دېش دې د خپلو وګړو غم وخوري. اوس مسله دا ده چې خلک کونسلېټ‌ ته ورټولېږي. دوی په دې هم نه پوهېږي چې هلته به په پاکستان کې څه ډول په قرنطین کې ساتل کېږي. د ډېرو خلکو ژوند په دياړۍ روان وو. اوس یې کار نشته نو پېسې نه لري. د سختو ستونزو سره مخ دي.''

د وزیراعظم عمران خان سلاکار، معيد يوسف د اپرېل په ۱۶مه خبريالانو ته واضحه کړه چې د کورونا وایرس د خورېدو مخنيوي لپاره به ملک ته ستنېدونکو ټولو خلکو لومړنۍ طبي معاينې پر هوايي‌مېدان کېږي. د هغه په وینا ځينې کسان به د دوو هفتو لپاره د حکومت په قرنطین مرکزونو او ځينې چې وس لري، په هوټلونو کې به وساتل شي. هغه خبرداری ورکړ چې حکومت هېچا ته هوټل نه شي کرايه کولی او خلک بايد دا لګښت پخپله وکړي.

XS
SM
MD
LG