د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د قبايلي سيمو پرمختيايي پېسې کمې کړي


۲۰۰۹: په ډېره اسماعيل خان کې يو پولیس په کډوالو څارنه کوي
۲۰۰۹: په ډېره اسماعيل خان کې يو پولیس په کډوالو څارنه کوي

د پاکستان حکومت د امنيت لپاره خپل بجټ زیات کړی او د دې لپاره یې له بېلابېلو څانګو پېسې کمې کړې دي. ډان ورځپاڼې ليکي‌چې د تحريک انصاف حکومت درې پنځوس اربه روپۍ د امنيت لپاره ورزیاتې کړې چې پکې له قبايلو د بې کوره شوو خلکو د پرمختيايي‌کارونو پېسې هم شاملې دي.

پارليمان د جون په مياشت کې دا بجټ منظور کړی ووچې پکې د قبايلي سيمو د پرمختګ او له پوځي عملياتو بې کوره شوو خلکو د بحالۍ لپاره دوه دیرش نيم اربه روپۍ اعلان کړې وي. خو د ډان ورځپاڼې ترمخه د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان پلاننګ کمېشن له دې پېسو څخه ۱۵نيم اربه روپۍ کمې او هغه یې د امنيت ساتلو لپاره په جلا شوي فنډ ورګډې کړي.

په دې توګه د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوو خلکو سره د مرستې او د هغوی لپاره د سهولتونو برابرولو فنډ‌ ۱۷ اربه روپۍ پاتې شو.

حکومت وايي‌په قبايلي سيمو کې پرمختيايي‌کاروونه په مرحله وار شکل پر مخ بيايي.

په خېبر پښتونخوا کې د شمالي وزیرستان استازي، ميرکلام وزير د اپرېل په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د خېبر پښتونخوا صوبې، د وزیراعظم او همداراز د پرمختيا لپاره بېلې کړې پېسو څخه هم کمې شوې دي. نوموړي زیاته کړه چېد دې کار غندنه کوي او دا مسله به په اسمبلۍ کې راپورته کوي.

قبايلي‌سيمې په ۲۰۱۸ کال کې په خېبرپښتونخوا کې شاملې شوې. هغه مهال اعلان وشو چې قبايلو ته به د پرمختيايي کارونو لپاره سل اربه روپۍ ورکول کېږي. د دې ځای سياستوالو او خلکوپه بېلابېلو وختونو کې د مظاهرو په کولو سره ويلي‌چې حکومت دا ژمنه نه ده پوره کړي. د پاکستان حکومت بيا دريځ‌لري چې په قبايلي‌سيمو کې ټول کارونه په يو ځل نه شي کېدلی او سهولتونه له پکې په محله وار شکل برابرېږي.

په تېرې فرورۍ مياشت کې د جنوبي وزیرستان خلکو د يو مسيد په نوم په ټانک او د شمالي وزیرستان خلکو په پېښور کې مظاهرې وکړي. د دوی دا دهرنې له يوې مياشتې زياتې وچلېدلې. دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې ورته د ورانو شوو کورونو او دکانونو د معاوضې د ورکړې تر څنګ په قبايلو کې پرمختيايي‌کارونه وکړي.

د يو مسيد دهرنې يو منتظم حيات پرېغل له قبايلو د پېسو په پرې کولو او امنيت لپاره د فنډ په زياتولو خوشاله نه دی.‌ هغه د اپرېل په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د بې کوره شوو قبايلو د بحالۍ لپاره پېسې کمې نه بلکې زیاتې کړي.

په قبايلي ضلعو کې هيڅ‌کار نه دی شوی. په شمالي او جنوبي وزیرستان کې کورونه همغسې ړنګ دي. له يوې خوا زموږ کورونو او سکولونه وران شول او له بلې خوا پر موږ زموږ خپلې پېسې بندېږي! دا بيخي زیاتی دی
حیات پرېغل

د پرېغل په خبره حکومت هر پوره وران شوي کور ته څلور لکه او لږ وران شوي کور ته يو لک شپېته زره روپۍ ورکوي‌چې نن سبا پرې هيڅ کار نه کېږي. هغه زياته کړه: ((پر موږ بمباري ‌وشوه. کورونو، سکولونه او سړکونه مو وران شول. موږ تر یوې میاشتې زیاته موده د دې لپاره احتجاج وکړ چې ټول خلک مو پر کور او هغوی ته حق ورکړل شي. د دې پر ځای چې دا حق راکړل شي، پېسې رانه پرې کېږي. دا بيخي ظلم دی.))

د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې په ۲۰۰۹ کال کې راه نجات او په ۲۰۱۴ کال کې ضرب عضب عمليات وکړل. له دې وجې په لکونو خلک د خېبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو او افغانستان ته کډه شول. په دوی کې ډېرې کورنۍ اوس خپلو سيمو ته واپس شوي خو د بنو په بکاخېلو او د افغانستان په خوست او پکتيکا کې لا هم په زرګونو وزیرستانيان د کډوالۍ عمر تېروي.

ډان ورځپانې د پاکستان پلاننګ کمېشن په حواله ويلي چې د امنيت لپاره یې پېسې د کابینې تر منظورۍ وروسته زیاتې کړې دي. دې کمېشن په دې اړه پر خپل ويب سايټ وضاحت نه دی کړی. نه کوم حکومتي چارواکی او نه هم په پارلمان کې د حکمران تحريک انصاف کوم استازی په دې اړه مشال راډيو سره خبرو ته حاضر شو.‌ خبريال جمشيد باغوان وايي له قبايلو څخه د پېسو کمولو او هغه امنيت ته ورکولو تر شا د حکومت منطق دا دی چې اوس ډېر خلک بې کوره نه دي او په قيايلي سمو کې ډېر پرمختيايي‌کارونه د پوځي ادارو له خوا ترسره کېږي.‌

د پاکستان حکومت په داسې حال کې له قبايلو پېسې کموي او امنيتي ادارو ته یې ورکوي چې پوځي او ملکي چارواکو په بيا بيا ويلي د اغېزمنو پوځي عملياتو په کولو سره یې د ترهګرو ملا ماته کړې او امنيت یې راوستی دی. د بې کوره شوو خلکو د حقونو لپاره کار کوونکي او د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي، حيات پرېغل مشال راډيو ته وويل که داسې وي‌ نو بيا پر امنيت نورو پېسو لګولو ته څه ضرورت دی؟

XS
SM
MD
LG