د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې پولې خبريالان: پاکستان کې د بيان ازادي د پوځ په لاس کې ده


د جيو ټيليويژن کارکوونکي
د جيو ټيليويژن کارکوونکي

د بيان ازادۍ لپاره کار کوونکې نړیوالې ادارې، بې پولې خبریالان يا رپورټرز ويداوټ بارډرز په يو تازه راپور کې ويلي چې په پاکستان کې د بيان ازادي د پو‌ځي ایسټبلیشمنټ په ګوتو کې ده.

دې ادارې زياته کړې چې پوځي ایسټبلیشمنټ د مطبوعاتو خپلواکي نه شي زغملی او په ۲۰۱۸ کال کې د عمران خان تر وزیراعظم کېدو وروسته، د امنيتي ادارو اثر رسوخ بېخي زیات شوی دی.

دې ادارې د اپرېل پر ۲۲مه په خپل کلني راپور کې له ۱۷۹ هېوادونو څخه پاکستان په ۱۴۵ نمبر راوستی دی او ويل شوي چې دلته ډېر داسې مثالونه شته چې پوځي او ملکي ادارو ځينې خپرونې بندې کړې دي.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت د مطبوعاتو پر ازادۍ یقين نه لري. خلکو ته دا ازادي ايين ورکړې نو حکومت یې هم بايد ونه تروړي
اقبال خټک

په پاکستان کې د بې پولې خبريالانو ادارې استازي اقبال خټک د اپرېل پر دوه ویشتمه مشال راډيو ته وويل چې په ۲۰۲۰ کال کې په پاکستان کې نه يوازې په رسنيوو بندیزونه ډېر شوي بلکې يو خبريال وژل شوی هم دی.

هغه زیاته کړه: ((تر دې راپور وروسته اوس بايد د پاکستان حکومت په دې سوچ وکړي چې حالات تر دې بدتر نه شي. په تېر او دې کال کې مطبوعات د پوځي او ملکي ادارو له خوا تر سخت فشار لاندې دي. د عمران خان حکومت د بيان پر ازادۍ یقين نه لري. د ډان ورځپاڼې مثال مو په مخ کې دی چې حکومت ورله اشتهارات نه ورکوي او د ورځپاڼې ويشل یې هم بند شوي دي.))

د بې پولې خبريالانو په راپور کې زیاته شوې چې په پاکستان کې پر مطبوعاتو فشار له څو لارو اچول کېږي. په دې کې د ورځپاڼو د وېش مخنیوی، د ټېلېويژن چېنلونو سیګنلونه بندول، له کېبله د ځينو ټېلېويژن چېنلونو ليري کول، ځينې خپرونې ختمول او همداراز د اشتهاراتو د بندولو له لارې رسنيوو ته مالي‌ تاوان رسول شامل دي.

پر ډان ورځپانې سرکاري اشتهارات بند شوي دي
پر ډان ورځپانې سرکاري اشتهارات بند شوي دي

خبريال زاهد وزیر وايي پر مطبوعاتي ادارو د فشار زور له خبريانو ووځي. هغه مشال راډيو ته وويل چې نن سبا د حکومتي چارواکو د درغليوو او اپوزېشن سياستوالو د فعاليتونو په اړه راپور ورکول سخت شوي دي.

هغه زياتوي: ((موږ يوه پېښه په خپلو سترګو ووينو او چې راپور یې کړو نو بيا هلته زموږ ادارې راته وايي چې نه یې شې خپرولی. وجه یې دا وي چې مطبوعاتي ادارو ته واضحه ويل شوي دي چې کوم څه د ریاست خوښ نه وي، هغه به نه خپروئ. د غېب کړل شوو مسله، د هدفي وژنو والا او داسې نور موضوعات په حساسو هغو کې راځي. يوه بله لويه ستونزه چې مطبوعاتو ته ورپېښه ده هغه مالي بحران دی. کومې رسنۍ چې د ریاست په خوښه کار نه کوي د هغوی اشتهارات بند شي. له دې وجې بيخي ډېر خبريالان بې روزګاره شوي دي.))

د غېب کړل شوو کسانو مسلې، هدفې وژنې او داسې نور موضوعات حساس ګڼل کېږي. زموږ خبریالان ملګري وژلي شوي دي نو اوس موږ هم پام کوو او د هر خبر ورکولو لپاره ټکي ډېر په احتیاط انتخابوو
خبريال ناصر داوړ

د بې پولي خبريالانو نړيوالې ادارې د ۲۰۲۰ کال په راپور کې دا هم ويلي چې د پاکستان حکومت د نوو او سختو قوانينو په راویستلو سره پر انټرنيټ‌ هم له خلکو د بيان ازادۍ اخيستلو کوښښ‌کړی دی. په راپور کې ياده شوې چې پر دې بندیزونو سربېره وسله وال بريدونه لا هم د خبريالانو کار ته لوی خنډ‌جوړوي. په دې راپور کې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا ځانګړې يادونه شوې چې په دغو صوبو کې خبريالان له لويو امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي.

د شمالي وزیرستان خبريال ناصر داوړ د اپرېل په دوه ویشتمه مشال راډيو ته وويل چې د دې دومره فشارونو له وجې خبريالان مجبوره دي چې پر ځان بنديزونه ولګوي يعنې ځان پخپله سینسر کړي.

هغه زیاته کړه: ((په پاکستان کې د بيان ازادي نشته. موږ په ډېر چل ول لګيا يو خبريالي کوو. امنيتي ستونزې ډېرې دي. کوښښ‌کوو چې پېښې له راپوره پاتې نه شي خو د وېرې له وجې یې په ډېره محتاطه طریقې کوو. که الفاظ په ډېر احتياط انتخاب نه کړو نو زموږ به هم هغه حال وي لکه کوم چې زموږ د نورو ملګرو شو. ډېر ملګري خبريالان مو وژل شوي دي.))

د پاکستان حکومت تر اوسه د بې پولې خبريالانو د دې راپور په اړه څه نه دې ويلي خو تر دې مخکې چارواکو په بيلابېلو خبري غونډو کې په خپل هېواد کې د بيان ازادي بې مثاله بللي ده. حکومت د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د مطبوعاتو او خبريالانو سره اړونده کېسونو يا قضيو څېړنې لپاره ځانګړي عدالتونه جوړوي. خبريالانو او د بشري حقونو ادارو دا کار د مطبوعاتو تر فشار لاندې راوستلو لپاره يو بل عمل وباله او رد یې کړ.

XS
SM
MD
LG