د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوربند ته د طالبانو د راضي کولو هڅې تېزې شوې دي


د افغان حکومت له خوا په دې ورستيوو کې خوشي شوي طالبان

د افغان سولې لپاره د امریکې بهرنیوو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنيوو ځواکونو مشر جنرل سکاټ‌ميلر له پاکستاني چارواکو سره کتلي‌دي.

د اپرېل په ۱۴مه شوې دې ملاقات په اړه په اسلام اباد کې د امريکې سفارت ويلي چې د جنرل قمر جاوید باچوه سره په شوي ملاقات کې دواړو خواوو د سولې په اړه خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې پاکستان د افغان سولې لپاره خپلې ژمنې تکرار کړې دي.‌خلیلزاد او سکاټ ميلر تر دې مخکې قطر ته تللي وو او هلته یې له طالبانو سره وکتل. دا ملاقاتونه په داسې مهال کېږي چې افغان چارواکي‌وايي‌کوښښ‌ کوي طالبان اوربند کولو ته راضي کړل شي.

موږ په خپلو ژمنو عمل کوو. د سولې لپاره مو بنديان پرېښي دي. طالبان بايد د پایدارې سولې لپاره جنګ بندي وکړي
جاويد فېصل

د افغانستان د ملي‌امنيت شورا وياند، جاويد فېصل د اپرېل په ۱۵مه مشال راډيو ته لېږلي پېغام کې وويل چې دوی له ژمنې سره سم د طالب بندیانو خوشي کول پېل کړي او طالبان بايد پوه شي چې جګړه نه شي ګټلی.

هغه زياته کړه: ((افغان حکومت د سولې لپاره لټون زیات کړی دی خو طالبانو خپل بريدونه ډېر کړي دي. د دې لپاره چې د سولې هڅې نتيحه ورکړي، موږ پر طالبانو غږ کوو چې اوربند وکړي.))

افغان حکومت له تېرو دوو هفتو راهیسې د طالب بنديان خوشي کول پېل کړې دي. تر اوسه له درې سوو څخه زیات بنديان خوشي شوي دي. په ځواب کې يې طالبانو شل افغانان له خپلې ولکې پرېښي دي.

د بنديانو تبادله د فرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې موافقې برخه ده. په دې لوظنامه کې راغلي ول چې افغان حکومت به د مارچ تر لسمې پورې پينځه زره طالبان خوشي کوي چې په بدل کې به یې طالبان هم په خپله ولکه کې موجود زر افغانان خوشي کړي او بيا به افغان لوري سره خبرو ته حاضریږي.

د بنديانو خوشي کېدل او د اوربند امکان

د مارچ تر لسمې پورې طالب بنديان ځکه خوشي نه شول چې افغان ولسمشر وويل په دومره لږ وخت کې د دومره ډېرو بنديانو خوشي کول امکان نه لري‌او بل بايد طالبان ضمانت ورکړي چې دا کسان به تر خوشې کېدو وروسته بيا جنګ ته نه ځي.

طالبانود بنديانو خوشي کېدل په سم لوري ګام بللی خو د افغان حکومت،‌ اروپايي اتحادیې او امريکايانو له خوا شوې د اوربند مکررې غوښتنې یې رد کړې دي.

د سياسي چارو پوه،‌ مشتاق رحيم وايي پاکستان پر طالبانو اغېز لري نو امريکايان له دغې لارې پر طالبانو فشار اچوي چې د جګړې کمولو ته غاړه کېږدي.

جنرل قمر جاوید باجوه د زلمی خلیلزاد سره خبرې کوي
جنرل قمر جاوید باجوه د زلمی خلیلزاد سره خبرې کوي

رحيم د اپرېل په ۱۵مه مشال رېډيو ته وويل: ((دا اوس چې د امريکايانو استازي، زلمي خلیلزاد بيا سفر او ملاقاتونه پېل کړې دي. دا مهم دي. ارزښت یې ځکه ډېر دی چې د بنديانو د خلاصون مرحله پېل شوې او دوهمه بايد د تشدد کمول وي.))

نوموړي زیاته کړه: ''پاکستان کولی شي پر طالبانو فشار واچوي. افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بنديان په يو وار نه پريږدي. لږ لږ به خوشي کوي. دا د دې لامل شوي چې طالبان هم ځيني کارونه وکړي.''

د اپرېل په ۱۴مه نېټه د ناټو مشر، ینس ستولتنبرګ هم پر ټولو خواوو د جنګ بندۍ غږ کړی وو. هغه په بيلجيم کې خبريانو ته ويلي وو چې د پايدارې سولې لپاره د جګړې ودرېدل ضروري دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG