د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرنطين او روژه: له خپګان، غوسې او جنګونو څنګه ځان وساتو؟


خلک د کوروناوایرس مخنيوي لپاره خلک لمونځ په ماسکونو کې کوي
خلک د کوروناوایرس مخنيوي لپاره خلک لمونځ په ماسکونو کې کوي

ملګرو ملتونو پر خپل ویب سایټ لیکلي چې په نړۍ کې په دریوو کې دوه ښځې د تشدد ښکار دي او د قرنطين پر مهال د دې شمېرې د زیاتېدو وېره ده. دې ادارې د اپريل په ۳۰مه ويلي وو چې که د کورونا وایرس له امله قرنطين ۳ مياشتې دوام وکړي نو ښايي په ټوله نړۍ کې د کورني تاوتريخوالي پينځلس ميليونه پېښې رامخې ته شي.

د کورونا وایرس له وجې د قرنطين حالت د روژې سره هم مهاله شوی چې د ارواپوهانو او ټولنپوهانو په وینا یې کورني تاوتریخوالي زیاتېدو ته لار برابره کړې.

د پاکستان بشري حقونو په وزارت او خېیبر پښتونخوا صوبه کې د یورپي یونین یوې استازې او د کورني تاوتریخوالي پلټونکې شاهده شاه وايي د قرنطين له امله د دفترونو او کاروبارونو بندېدو وروسته، پر کور د نارینوو پاتې کېدل او په روژه کې د غوسې نه کنټرول پر ماشومانو او ښځو د تشدد لوی سببونه دي.

موږ سره چې کومې شمېرې راروانې دي، هغه ښيي چې په کور د نارينوو د پاتې کېدو له وجې په ښځو او ماشومانو تشدد زیات شوی دی
شاهده شاه

هغې د مې پر شپږمه مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل: ((موږ سره چې کومې شمېرې راغلې دي له هغې معلومېږي چې په کور د ناستې له وجې پر خلکو ذهني دباو ډېر دی. خلک بې روزګاره شوي دي او بل د مردسالارۍ له وجې پر ښځو او ماشومانو زور زیاتی ډېر شوی دی.))

د روغتیا نړیوالې ادارې له خوا خپرو شوو معلوماتو ترمخه د قرنطين پر مهال ‌‌‌‌‌‌ګورم (ډيپریشن/ژور خپګان) پېدا کېږي او ذهني پرېشاني ‌‌‌‌‌‌ډېریږي چې له امله یې خلکو ته ژر ژر غوسه ورځي.

‌‌‌‌‌‌ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې موندلي چې د همدغسې غوسې د اظهار په وخت په پېښور کې یوه سړي د اپرېل پر یوویشتمه په کور کې د تاوتریخوالي په دوران کې ‌‌‌‌‌‌ډزې وکړي اوه یوه ماشومه یې ووژله.

د نفسیاتو ماهره یا ارواپوهه ‌‌‌‌‌‌ډاکټره ثمینه سعید مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل چې د قرنطين په مهال روژه کې د ښځو کار زیات شوی دی خو نارينه په کور د پاتې کېدو باوجود له هغوی سره نه یوازې مرسته نه کوي بلکې جنګونه کوي. ((د ښځو او ماشومانو قدر نشته. له وجې هغو په نه خبره ترټل کېږي. د ځينو خلکو طلاقونه هم شوي دي.))

د پاکستان بشري حقونو وزارت او قدرتي افتونو د نظم ادارې د کورني تاوتریخوالي قربانیانو سره د مرستې لپاره د ټیلیفون شمېرې او ځانګړې څانګې جوړې کړې دي. خلک کولی شي د تاوتریخوالي راپور د این ‌‌‌‌‌‌ډي ایم اې پر ویبسایټ ثبت کړي. همداراز خلک د بشري حقونو د وزارت سره په ځانګړې ټیلیفون شمېرې ۱۰۹۹ او یا هم د ټس اپ په ۰۳۳۳۹۰۸۵۷۰۹ شمېرې رابطه وکړي.

ذهني فشار او ژور خفګان د غصې سبب کېږي. له دې څخه د ځان ساتلو لپاره دې خلک هغه کارونه کوي چې دوی خوشاله او مشغوله ساتي. مثلا د خپلو بچو سره ساعت تيري، په کور کې د مېرمنو سره کار کول، د کتاب لوستل، ښو فلمونو کتل، تمرين کول او په ټيليفون د دوستانو سره چېټ کول
ډاکټر افتخار حسېن

د نفسیاتو ماهر یا ارواپوه، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر افتخار حسېن د مې په شپږمه مشال راډيو ته وويل چې په ټولنه کې د تاوتريخوالي زیاتېدل د روژې او قرنطين له امله د پېدا شوي حالت پېداوار دی.

هغه وايي: ((په روژه کې د خوراک نه کولو او د خوب وخت ګډوډېدو له وجې د بدن فعاليت د پخوا په شان نه پاتې کېږي. پيشمني ته راپاڅېدل او ټوله ورځ خوراک نه کول د بدن ورځنی عادي فعاليت ګډوډوي. د خلکو فشار او د شوګر کچه زیاتېږي. هغه ژوند ګډوډ شي چې خلکو پخوا کاوه نو ځکه په کور ناستو کسانو ته زر زر غصه ورځي چې تر ډېره یې زور له ښځو او ماشومانو ووځي.))

ډاکټر افتخار حسېن زياتوي په دې پوهېږي چې په ګرمۍ کې د روژې نيول او د نامعلوم وخت لپاره قرنطين ژوند سخت کړی دی خو خلک او په ځانګړې توګه نارینه باید په غصه کنټرول وساتي.

هغه وويل: ((سړي کولی شي د خپلو بچو سره ساعت تيري وکړي. د ښځې سره د کور په کارونو کې د لاس په کولو سره وخت تېر کړي. هغه څه دې کوي چې دی پرې خوشاليږي. فلم دې وګوري، کتاب دې ولولي. ملګرو سره دې د ټيليفون د لارې خبرې او چېټ وکړي. تمرين دې وکړي. د موسيقي اورېدل او داسې بله هره مشغله چې سړی خوشالوي، د ذهني فشار مخه نیسي. په دې توګه غصه کمېږي او د جنګونو مخنيوی کېږي.))

کورونا وایرس وبا: نفسیاتي روغتیا څنګه ښه ساتلی شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:37 0:00

XS
SM
MD
LG