د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بالیووډ یو نامتو ستوری رشي کپور ومړ


رشي کپور له خپلې مېرمنې نيتو سينګ کپور سره
رشي کپور له خپلې مېرمنې نيتو سينګ کپور سره

د هندي فلمونو نوموتی اداکار رشي کپور نن (د اپرېل ۳۰مه) په ممبی کې مړ شو. د هغه کورنۍ مطبوعاتو ته لېږلې پېغام کې ويلي چې نوموړی نن سهار د هند په وخت اته بجې او پينځه څلويښت دقیقې په داسې حال کې مړ شو چې د کورنۍ غړي يې سر ته ولاړ وو.

۶۷ کلن رشي کپور د اپرېل په نهه ويشتمه روغتون ته رسول شوی وو. هغه کېنسر/ سرطان درلود.

نوموړي د هندي فلمونو مشهورې کورنۍ سره تعلق درلود. د هغه زوی رنبیر کپور، مېرمن یې نیتو کپور، ورېرې يې کرشمه کپوره او کرینه کپور ټول مشهور اداکاران دي.

پرون د هندي فلمونو يو بل ستوری عرفان خان هم مړ شو. هغه د ۵۳ کلونو وو او له سرطان ناروغۍ کړېده. پر ټولنیزو مطبوعاتو د دواړو په مړينه ډېر زیات خفګان ښودل شوی.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د دوی مينه والو، بېلابېلو سياستوالو او اداکارانو د عرفان خان او رشي کپور کورنۍ سره غمرازي ښودلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG