د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس د ډاکټرانو ژوند او کار سخت کړی دی


روغتيايي کارکوونکي له کورونا وايرسه مړ شوی تن لېږدوي
روغتيايي کارکوونکي له کورونا وايرسه مړ شوی تن لېږدوي

په حیات اباد ميډيکل کمپليکس کې د غوږو، پوزې او ستوني ډاکټر ډاکټر لیاقت حسېن تازه تازه په کورونا اخته شوی دی. د هغه په وېنا د کار پر مهال یې د روغتيا نړیوالې ادارې د لارښوونو مطابق، درې بېلابېلې جوړې طبي جامې اغوستلې، له خلکو یې ځان ليري ساته او نور احتیاطي تدابیر یې ترسره کول خو بيا هم کورونا شو.

نوموړي مشال راډيو ته وويل: ((نه پوهېږم څنګه پرې اخته شوم. ما ټولې لارښوونې عملي کړې دي. موږ ډاکټران په يو وار درې قسمه ځانګړې جامې اغوندو. خاص ماسک او دستانې مې هم کارولې. بيا بيا مې لمبلي هم دي. فکر کوم له کوم مریضه راته دا وايرس راغلی.))

ډاکټر لياقت حسېن
ډاکټر لياقت حسېن

د کورونا وایرس په ځينو اخته کسانو کې علامې نه ښکاري چې له وجې يې د نورو خلکو ژوند ته خطر جوړوي. په قرنطین کې د ډاکټر لیاقت حسېن يوه هفته پوره کېږي. هغه وايي نن سبا د مریضانو کتل له خطره ډک کار دی خو دی غواړي چې په دې سختو ورځو کې خدمت وکړي. البته نوموړی زیاتوي چې له کورونا وایرسه د ژغورنې لپاره دې طبي عملې او د هغوی کورنيوو ته ډېر پام وشي.

په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته شوو کسان شمېر پينځلس زره اوه سوه نهه پنځوسو ته رسېدلی دی. په دې اړه شمېرې خپرونکې حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې د اپرېل تر دېرشمې پورې له دې وايرسه ټول ۳۴۶ تنه مړه شوي او ۴۰۵۲ ترې رغېدلي دي. په دوی لږ تر لږه ۱۷۰ ډاکټران او نور روغتيايي کارکوونکي په دې وایرس اخته او له لسو ډېر ترې مړه شوي دي.

په پاکستان کې خوا او شا ۱۷۰ روغتيايي کارکوونکي په کورونا وایرس اخته دي. ځيني ډاکټران له دې وايرسه مړه شوي هم دي.
سرکاري شمېرې

د خېبر پښتونخوا په شمول، د پاکستان په مختلفو برخو کې ډاکټرانو د مناسبو طبي جامو د نشتوالي له وجې احتجاجونه کړي دي. دوی حکومت تورن کړی چې ډاکټرانو ته یې هغه طبي کيټونه یا سامان نه دی ورکړی چې د مشکوکو کورونا وایرس مریضانو کتلو په وخت یې پکارېږي.

حکومت په بلوچستان، خېبر پښتونخوا او پنجاب کې د دغو احتجاجي ډاکټرانو سره مذاکرات کړي دي. هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې حفاظتي جامې او نور سامان به ورته ورکوي. د وزیراعظم عمران خان د روغتيايي چارو سلاکار، ډاکټر ظفر مرزا د اپرېل په ۲۹مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې دوی کوښښ کوي د صحت سره اړونده ټول کارکوونکو ته خوندي ځای او طبي مواد برابر کړي.

کوټه کې ډاکټران وهل شوي او نيول شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00


هغه وويل: ((د دوی د حفاظت لپاره ضرور ده چې دوی ته هغه جامې او ضروري سامان ورکړل شي. د قدرتي افتونو د نظم اداره په دې اړه کار کوي او يو پروګرام یې جوړ کړی دی چې موږ څنګه خپل روغتيايي کارکوونکي وژغورو. خو دا هم بايد درته ووايم چې د دې ځانګړو جامو سم استعمال هم مهم دی. د دې لپاره ټريننګونه زموږ په قامي پروګرام کې شامل دي.))

کورونا وایرس تر نورو صوبو په خېبر پښتونخوا کې ډېر خلک وژلي دي. دا شمېره تر سلو اوړي. د روغتيا نړيواله اداره (ډبليو ايچ او) وايي ډاکټران تر ټولو ډېر پر کورونا وایرس اخته کېدلی شي ځکه چې دوی تر هرچا زیات د مريضانو سره په تماس کې وي.

موږ يوه هفته کار کوو او دوه هفتې رخصت يو. د ټولو ډاکټرانو لپاره همداسې پروګرام جوړ شوی دی. موږ کوښښ کوو چې په روغتون کې له کار کولو وروسته د خپلوانو سره ډېر په تماس کې ونه اوسو
ډاکټر ریزمي طاهر

ډبليو ايچ او پر حکومتونو غږ وکړ چې د روغتيا کارکوونکو خوندي ساتلو لپاره دې ځانګړې سامانونه ورکړي. دې ادارې پر خپل ويب سايټ هم د ډاکټرانو لپاره ځانګړي لارښود خپور کړی دی چې پکې د نورو هداياتو ترڅنګ راغلې ډاکټران دې له روغتونه تر ستنېدو وروسته، د خپل کور د غړو سره ډېر نه نيزدي کېږي.

په حيات اباد ميډيکل کمپلیکس کې کارکوونکې، ډاکټره ریزمي طاهر مشال راډيو ته وويل چې دوی د کورونا وایرس مریضانو د کتنې په وخت د روغتيا نړيوالې ادارې لارښوونو په لړ کې يوه هفته په روغتون کې کار او دوه هفتې پر کور تېروي. هغې زیاته کړه: ((موږ ته یې چې کومې ځانګړې طبي جامې راکړې دي، هغه د ورځې په آخره کې هملته وباسو. دا کپړې د ځانګړو موادو په واسطه مينځل کېږي. موږ ځانګړې ماسکونه استعمالوو او آن د خپلو ډاکټرانو سره هم لږ په فاصله کار کوو.))

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر مياشت کې په چين کې راښکاره او اوس په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی. تر دې پرې له دريوو ميليونو څخه ډېر خلک اخته شوي دي. همداراز له دوه لکو څخه ډېر خلک یې وژلي دي. د دې وایرس نښې زکام، تبه، ټوخی، د بدن سخت درد او ساتنګي ده. د روغتيا نړيواله اداره وايي په صابن ډېر لاس مينځل، د خلکو ترمنځ فاصله او د ماسک اغوستل د دې وايرس د خپرېدو مخنيوي لپاره ضروري دي.

XS
SM
MD
LG