د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت ولې پر ملکي پوسټونو پخواني پوځيان مقرروي؟


ليفټيننټ جنرل عاصم باجوه
ليفټيننټ جنرل عاصم باجوه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اپرېل په ۲۷مه شبلي فراز د اطلاعاتو د وزیر او ليفټیننټ جنرل عاصم باجوه د اطلاعاتو د سلاکار په توګه ګمارلي دي.

خو پر انټرنيټ د باجوه په اړه ډېر بحث روان دی. باجوه تر دې مخکې د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې مشر او تر هغه مخکې د پوځ وياند وو.

د تحريک انصاف په حکومت کې د کورنيوو چارو وزیر، د کورونا سره د مبارزې مشر، د واپډا محکمې، د زلزلو د نظم، د قدرتي افتونو سره د مبارزې، د چين – اقتصادي راهدارۍ پروژې، د زمکو د سروی او ځينو نورو ادارو مشران پخواني پوځي افسران دي.

په پاکستان کې چې کله د منتخبو حکومتونو پوځ سره اړيکې خرابې شي نو بيا پخواني پوځيان په کابينه کې ګماري
جمشيد باغوان

د پاکستان پر پوځ د يو کتاب او ګڼو څيړنيزو مقالو ليکواله، ډاکټر عایشه صدیقه وايي د پاکستان پوځ غواړي چې د عمران خان لړزې اخیستی حکومت روان پاتې شي.

هغې مشال راډيو وویل: ((عاصم باجوه د معلوماتو د اداره کولو لپاره راوستل شوی دی. هغه په داسې وخت کې يو ډېر تکړه وياند وو چې د پوځ مشر ډېر قوي نه وو خو دې سړي داسې وښود چې د پوځ مشر ډېر قوي دی.بله خبره دا ده چې عمران خان په دې طريقې سره غواړي خپل حکومت بچ کړي. مطلب دا نه دی چې د هغه حکومت چپه کېږي خو د هغه حکومت ډېر ناکامه دی. نو د دې لپاره چې د هغه د مشرۍ لاندې ملک روان وساتل شي، د پوځ ښکاره ملاتړ ته اړتيا لېدل کېږي.))

د ليفټيننټ جنرل عاصم باجوه پر ګمارنې پر سوشل ميډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو دا بحث روان دی چې ایا تکړه ملکي خلک نشته چې ريټايرډ پوځي افسران په دومره لوړو ملکي پوسټونو ګمارل کېږي؟ خبريال جمشيد باغوان وايي د دې تودو بحثونو وجه دا ده چې باجوه د پوځ د وياند په توګه ډېر څرګند او لوړ اواز درلود.

باغوان د پوځي افسرانو ګمارنه د منتخب حکومت مجبوري بولي او وايي: ((داسې ښکاري چې کله منتخبو حکومتونو ته پوځ سره د نيزدي کېدو ضرورت شي بيا داسې ګمارنې ډېرې شي. د نواز شريف او پوځ اړيکې چې خرابې شوې نو هغه زر زر جنجوعه د قامي امنيت سلاکار وټاکه او اوس داسې راپورونه دي چې د عمران خان او پوځ اړيکې ښې نه دي نو ځکه یې باجوه په يو ډېر مهم پوسټ مقرر کړ.))

د پاکستاني قانون ترمخه، يو غېر منتخب کس وزیر نه شي جوړېدلی خو وزیراعظم واک لري چې هغه د سلاکار پر پوسټ وټاکي او د وزیر هومره صلاحيت ورکړي. سلاکار هم لکه د وزیرانو په شان د کابينې په غونډو کې ګډون کولی شي. د اپريل په ۱۳مه، سپريم کورټ د يوې مقدمې د اورېدو په وخت ويلي وو چې د تحريک انصاف حکومت د سلاکارانو پوره لښکر جوړ کړی دی. د رسنيوو ترمخه، وزيراعظم دا مهال ۹ سلاکاران لري.

پر عاصم باجوه به ډېر خلک ځکه تنقيد نه کوي چې هغه يو پخوانی پوځي افسر دی. دی د مطبوعاتو سره د کار پخه تجربه هم لري. په کومو ملکونو کې چې جمهوريت کمزوری وي، هلته د پخوانيوو پوځي افسرانو مقررول نوې خبره نه ده
ډاکټر عایشه صديقه

ډاکټر عایشه صديقه وايي وايي د سلاکار ټاکل او هغه ته ډېر واک ورکول د وزيراعظم په قانوني اختياراتو کې راځي نو ځکه پکې قانوني خنډ نه وي. هغه وايي د پوځيانو ګمارنه د دې لپاره ښه بلل کېږي چې ډېر خلک پرې تنقيد نه شي کولی.

هغې زياته کړه: ((په داسې يو ملک کې چې پوځ پکې ډېر زورو وي نو ملکي چارواکي همېشه کوښښ کوي چې قوي حاضر يا پخواني افسران وګماري. دا کار د خپل حکومت پياوړي کولو لپاره کوي. د ملکي حکومت له خوا پوځيانو ته په ښکاره د چوکيوو ورکول په ۱۹۹۰ کلونو کې پېل شول چې اوسمهال یې زور ډېر شوی دی.))

د تحريک انصاف حکومت تل ويلي چې غواړي د پوځ سره همغږی واوسي. ګڼو چارواکو د عاصم باجوه په ګمارنه خوشالي ښودلې ده. د ساينس وزیر فواد چودهري پر ټويټر هغه يو تکړه کس یاد کړی او هرکلی یې ورته ويلی دی.

XS
SM
MD
LG