د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو څار اداره: ادريس خټک پېدا کړئ


ادريس خټک
ادريس خټک

د بشري حقونو د څار نړيوالې اداره، هيومين رايټس واچ وايي د پاکستان حکومت د بشري حقونو غېب کړل شوي فعال ادريس خټک د موندلو لپاره سمې پلټنې نه دې کړي.

دې ادارې د مې په څلورمه په يوه بيان کې زیاته کړې چې له شپږو میاشتو راهیسې غېب کړل شوی خټک بايد وموندل شي. د هيومن رايټس واچ د اسیا لپاره مشر، برېډ ايډيمز د دې خبرپاڼې له لارې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې مالومه کړي چې ادريس خټک چيرته دی؟ د هغه په وېنا پاکستان د نړيوالو قوانينو ترمخه قانوني زمه واري لري چې په زوره د غېب کړل شوو کسانو په اړه تحقیقات او تښتوونکو ته سزا ورکړي.

پلار مې ډېر ناروغه دی. موږ هيڅ نه پوهېږو چې خوراک به سم وررسيږي او کنه؟ څوک به دوايانې ورکوي او کنه؟ هره ورځ يې لارې څارو خو هغه لا نشته
تاليه خټک

د ادریس خټک لور تاليه خټک د مې په پينځمه مشال راډيو ته وويل چې پلار يې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۱۳مه له اسلام اباده د نوښار پر لاره د صوابۍ سره په سپينو جامو کې ولاړو وسله والو د ځان سره بيولی وو.

د هغې په خبره پلار يې له اسلام اباده کورته يو ګاډی کرايه کړی وو او ډرايور يې ويلي چې د صوابۍ انټرچېنج سره نيزدي د پوليسو څوکۍ څخه لږ ليري په ساده جامو کې پنځه کسانو ودرول. دغو تمانچو لرونکو کسانو پر ادريس خټک او ډرايور سترګې پټې کړي او نامعلوم ځای ته یې بوتلل. وروسته یې ډرايور او ګاډی خوشي خو ادريس خټک د ځان سره وساته.

تاليه خټک زیاتوي چې هره ورځ د پلار د ورتګ لارې څاري خو هره شپه مایوسه ويده کېږي: ((په لومړي سر کې زموږ دا خيال وو چې بابا به مې راشي خو دا دی اوس شپږ مياشتې وشوې او د هغه پته نه لګي. پلار مې د شکرې ناروغي لري. دا غم راسره وي چې دوايي او ډوډۍ به يې خوړلي وي کنه. خدای خبر په کوم حال کې به وي.))

پاکستان دې نه يوازې ادریس خټک خپلې کورنۍ ته ورستون کړي بلکې د هغه تښتوونکو ته دې سزا هم ورکړي.
د بشري حقونو د څار نړيواله اداره

شپږ پنځوس کلن ادريس خټک د بشري حقونو نړيوالو ادارو سره پر بېلابېلو پروژو کار کړی دی. نوموړي نن سبا د غېب کړل شوو کسانو يو ليست جوړاوه.

خټک د نيشنل پارټۍ د خېبر پښتونخوا مشر هم پاتې شوی. د نوموړي وکيل، طارق افغان مشال راډيو ته وويل چې په پيښور هايي کورټ کې يې په دې اړه درخواست جمع کړی دی او عدالت حکومت ته د جنورۍ تر يودېرشمې پورې وخت ورکړی وو چې ادريس خټک راپېدا کړي خو تر اوسه داسې ونه شول.

افغان زیاته کړه: ((موږ په خپل درخواست کې د پاکستان حکومت، شپږو استخباراتي ادارو او اسلام اباد پولیسو نومونه اخیستي دي او غوښتنه مو کړې چې دوی ځواب ووايي چې د پاکستان يو وګړی څنګه په رڼا ورځ غېب شو. دا ادارې بايد ادريس خټک راپېدا کړي. زموږ د موکل د غېبيېدو له طریقې معلومېږي چې دا کار امنيتي ادارو کړی دی. په دوی کې دريوو ادارو عدالت ته خپل جواب جمع کړی او ويلي يې دي چې ادريس خټک د دوی سره نشته. پاتو پينځوو تر اوسه څه نه دې ويلي. اوس د کورونا له وجې د دې کېس اورېدنې ځنډيدلي دي.))

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې هيومن رايټس واچ د مې په څلورمه خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان امنيتي ادارې له ډېرې مودې راهیسې د خلکو په غېبولو کې لاس لري خو دا چې وزیراعظم عمران خان په زور د خلکو په لادرکولو تنقید کوي نو هيله ده چې د ادريس خټک د موندلو لپاره لاس په کار شي. د پاکستان پوځ د ادريس خټک په اړه څه نه دې ويلي خو د غېب کړل شوو کسانو په اړه یې دريځ دی چې دغلته د دې مسلې د حل لپاره يو حکومتي کمېشن کار کوي.

مشال راډيو د پاکستان بشري حقونو او کورنيوو چارو وزارتونو سره د ادریس خټک په اړه رابطه وکړه خو هلته ورته د ټيليفون اوچتوونکو وويل چې هيڅوک نشته او دفترونه د کورونا وایرس د خورېدو له وېرې بند کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG