د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عارف وزیر پر وژنه د پښتنو مېرمنو انلاین احتجاج


پښتنو ښځو د زوم په نامه اېپ له لارې پر انټرنيټ خپل احتجاج وکړ
پښتنو ښځو د زوم په نامه اېپ له لارې پر انټرنيټ خپل احتجاج وکړ

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پښتنو ښځو د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو غړي ‌عارف وزیر وژنه غندلې او غوښتنه یې کړې چې يو عدالتي کمېشن دې د دې پېښې تحقیقات وکړي.

په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ښځو څانګې او پښتون کونسل امريکا د مې په نهمه ماښام ناوخته پر انټرنیټ يو شريک ويډيو کنفرس درلود.

د غونډې یوې منتظمې او د پښتون کونسل امريکا يوې مشرې، اریانا بلوچ پر انټرنيټ د ۶۵ ښځو شوي احتجاج پر مهال، د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غوښتنه تکرار کړه چې وايي په پاکستان کې دې د رښتياوو موندنې لپاره يو عدالتي کمېشن جوړ شي. هغې زیاته کړه: "د حقیقتونو معلومولو لپاره د ملګرو ملتونو په څارنه کې د يو خپلواکه کمېشن جوړول کومه نوې او عجيبه غوښتنه نه ده. په نورو ملکونو کې یې هم مثالونه شته دی. په پاکستان کې هم بايد داسې يو کمېشن جوړ شي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د شوو زیانونو او له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه خپلواکې څېړنې وکړي."

عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او قومي‌ اسمبلۍ د غړي علي وزیر د تره زوی وو چې د ریاست خلاف د خلکو د راپارولو په تور یې ۱۳میاشتې په زندان کې تېرې کړې وي. هغه دا تورونه ردول او پر ضمانت تر خوشې کېدو دوه هفتې وروسته پرې ناڅرګنده وسله والو د مې په لومړۍ نېټه د جنوبي وزیرستان په واڼا کې بريد وکړ. هغه د مې په دوهمه نېټه ساه ورکړه چې په لسګونو زرو پښتنو یې د مرګ غندنې لپاره مظاهرې وکړي. په جنوبي وزیرستان کې پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې د دې پېښې تحقیقات یې پېل کړي دي.

پر انټرنیټ د دومره ډېرو ښځو راټولېدل د سياسي شعور زیاتېدل ښيي. هيله ده چې موږ پر ځکه روانو احتجاجونو کې هم ډېرې ښځې ووينو.
ثنا اعجاز


پښتنو ښځو په انلاین غونډه کې ګډونوالې، ګلالۍ اسماعيل مشال راډيو ته وويل د دې تحقیقاتو په اړه پوښتنې لري ځکه چې اکثره وخت داسې پېښې د بې پرې پلټنو د نه کېدلو له وجې د خلکو له پامه وغورځول شي: "د دې انلاين احتجاج مقصد د عارف وزیر د وژنې غندل او د پښتنو لپاره د بشري حقونو غوښتل وو. په روانو بدامنيوو کې زموږ پښتانه ډېر ځپل شوي دي. موږ د پاکستان له رياسته غوښتنه کوو چې د خلکو ژوند دې خوندي کړي او يو داسې عدالتي کمېشن دې جوړ شي چې په خپلواکه توګه د دې پېښې څېړنه وکړي."

دا لومړی ځل دی چې دومره ډېر شمېر ښځې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ پر انټرنيټ راغونډېږي او خپل احتجاج ثبتوي. په دې غونډه کې د پاکستان، افغانستان، سويډن، ډنمارک، امريکا، هالینډ، انګلينډ، جرمني او کينيډا پښتنو ښځو برخه اخیستې وه.

پښتون ژغورنې غورځنګ له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د پښتنو د حقونو لپاره جلسې او مظاهرې کوي. د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې شوو د دوی په مظاهرو کې په زرګونو خلک برخه اخلي خو د ښځو شمېر پکې ډېر نه وي.

منظور پښتين: د حقونو ترلاسه کول د ښځو او سړو شريک کار دی
منظور پښتين: د حقونو ترلاسه کول د ښځو او سړو شريک کار دی

د دې غورځنګ درې مخکښې ثنا اعجاز، وړانګه لوڼۍ او نرګس افشين خټک هغه مېرمنې دي چې د غورځنګ په هره جلسه کې موجودې وي او ځينې وخت یې انتظامي چارې هم پرمخ بيايي. ثنا اعجاز د مې په لسمه، مشال راډيو ته وويل چې کله د کورونا وایرس له وجې عملي شوی بندیز ختم شي نو هيله لري پر انټرنیټ د ښځو دغه تاريخي راټولېدلو په اغېز به پر ځمکه هم په جلسو کې د ښځو ګډون زیات شي.

ثنا اعجاز زیاته کړه: "موږ دلته د څو خوېندو سره يو ځای په هره جلسه کې حاضرې يو. دا کار ځکه کوو چې د پښتنو مسله يوازې د سړو نه ده. موږ د خپلو ورونو تر څنګ خپل حقونه غواړو. زموږ آن لاين احتجاج د پښتنو د حقونو لپاره د روانې مبارزې اغېز ښکاره کوي. دا ډېر ښه او لومړی قدم دی. ډېرو داسې ښځو پر انټرنيټ شوې دې غونډه کې برخه واخیسته چې دا یې د احتجاج لومړی ځل وو. يقين لرم چې دا به یې وروستی نه وي."

پاکستاني چارواکي د حقونو تروړل نه مني او وايي پوځي عملياتو امن راوستی دی

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له ریاسته د آيين ترمخې حقونه غواړي. دوی وايي غېب کړل شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې شي، وسله وال دې نه پالل کېږي، پر وسايلو دې پښتنو ته حق ورکړل شي، له قبايلي سيمو دې ماينونه پاک کړل شي او پوځ دې پر چيک پوسټونو د خلکو سره بدسلوک نه کوي. د پاکستان حکومت او پوځ په بيا بيا د خپل دريځ په بیانولو سره ويلي چې د غېب کړل شوو کسانو د مسلې د حل لپاره يو حکومتي کمېشن جوړ شوی دی او په قبايلي سيمو کې د ماينونو ویستلو کار روان دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین د پښتنو مېرمنو په انلاين احتجاجي غونډه کې وويل چې پر انټرنیټ د ښځو غونډه د سياسي شعور ډېريدل ښيي.

هغه وویل چې دوی به د پښتنو لپاره د بشري حقونو غوښتو ته د مېرمنو په مرسته دوام ورکوي.

پښتین زیاته کړه: "د پښتنو په سيمو کې روانو بدامنيوو زموږ پښتنو ښځې تر ټولو ډېرې ځپلې دي. زموږ کامیابي به په دې کې وي چې ښځې او سړي د حقونو تر لاسه کولو لپاره اوږه په اوږه کار وکړي. د غېب کړل شوو کسانو د موندنې لپاره جوړ حکومتي کمېشن بې واکه او چارواکي د مسايلو په حل کې سنجېده نه دي."

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په بيا بي ويلي چې په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له کبله امن راغلی دی. دوی په ځينو وختونو کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د ریاست خلاف د کارکولو تور پورې کړی دی.

له همدې امله یې ګڼ غړي بنديان شوي دي. خو دا غورځنګ دغه تورونه ردوي او وايي‌ د پاکستان تر آيين لاندې حقونه غواړي او د دې لپاره به خپلو سوله ییزو مظاهرو ته دوام ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG