د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د طالبانو په لاس ماورای عدالت قتلونه دوام لري


طالب وسله وال په کابل کې - انځور له ارشیفه
طالب وسله وال په کابل کې - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (يوناما) ويلي چې په دغه هېواد کې د طالبانو لخوا ماورای عدالت قتلونه، د مدني فعالانو نيول او له بشري حقونو سرغړونې روانې دي.

يوناما د مې پر نهمه، د فبرورۍ، مارچ او اپريل مياشتو کې په افغانستان کې د شويو پېښو په اساس خپل يو راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې پر طالبانو يو ځل بیا غږ شوی چې د بشري حقونو احترام دې وکړي، ښځې دې په غيرسرکاري ادارو کې کار او نجونو ته دې ټولو ښوونځي پرانیزي.

ماورای عدالت وژنې او ځورونې

د يوناما په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت "امنيتي ځواکونو په لاس د مخکيني‌جمهوري حکومت سره تړاو لرونکو کسانو صحرايي وژنې روانې دي". يوناما ويلي چې د طالبانو ځواکونو له کومې عدالتي مقدمې او اورېدنې پرته ځيني کسان وژلي دي.

په راپور کې یادونه شوې چې د مارچ پر پينځمه، په کندهار کې طالبانو یو پخوانی پولیس سرتیری له خپل کور څخه ونیو، بیا یې په ډزو وواژه. يوه بله بېلګه د مارچ په۲۱مه په بلخ کې په خپل کور کې د يو پخواني‌پوځي چارواکي د وژل کېدو ياده شوې ده.

يوناما زیاته کړې چې له فرورۍ تر اپريل پورې د طالبانو لخوا د پخواني حکومت د ملي‌ امنيتي او دفاعي ځواکونو خپلسرې نیول کېدو هم دوام درلود. په راپور کې زیاته شوې چې اکثره دا کسان د ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور نیول شوي او ډيری یې په کابل او پنچشیر کې دي.

يوناما په خپل راپور کې ويلي چې پر دې سربیره د طالبانو قاضيانو ځينو خلکو ته په ټولنيزو رسنيوو کې د فحشا خپرولو، غلا او ځينو نورو تورونو سزا کړې دي. په راپور کې زیاته شوې چې پر دې کسانو بیا په عام محضر کې سزاوې عملي شوې دي چې په وينا یې د عدالتي کارروايو او انصاف ضرورتونه پکې نه دي پوره شوې.

د ښځو حقونو تروړل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې ويلي چې طالبانو د نړيوالو غوښتنو ته په پام نه کولو سره د ښځو په وړاندې خپلې سختې کړنې جاري ساتلې دي. په راپور کې ذکر شوی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم د طالبانو بندیز روان دی. يوناما يو ځل بیا ويلي چې د طالبانو لخوا په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لا نور سخت کړی دی. دوی د طالبانو لخوا په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز يادونه کړې او ويلي یې دي‌چې د دې سازمان په بیا بیا غوښتنه هم طالبانو دا دريځ نه دی نرم کړی.

ملګرو ملتونو د دې بندیزونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی وو چې ممکن د مې په مياشت کې له افغانستانه د وتلو زړه ماتونکې پرېکړه وکړي. خو تېره اونۍ یې وويل چې په افغانستان کې د سخت بشري بحران له امله خپلو مرستندويه کارونو ته دوام ورکوي. يوناما پر طالبانو غږ کړی چې په ميليونونو افغانانو ته مرستو په رسولو کې د ښځو کردار خورا اهميت لري نو ځکه بايد خپل اعلان کړی بنديز ليرې کړي.

د ولسي وګړو وژنې

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول. دوی په بیا بیا ويلي چې امنيت یې قایم کړی خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) په راپور کې راغلي‌چې په دغه هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه ده ودرېدلې.

په راپور کې زیاته شوې چې له فبرورۍ تر اپريله پورې په افغانستان کې لږ تر لږه ۷۹ کسان وژل شوي او زخميان شوي دي. په دوی کې ۱۳ کسان وژل شوي او پاتې هغه زخميان ښوول شوي دي. په راپور کې راغلي‌چې اکثره دا وژنې داعش وسله والې ډلې ته منسوبې شوې دي.

په راپور کې زیاته شوې چې د طالبانو بهرنيوو چارو وزارت په ځانګړې ډول تر حملو لاندې راغلی دی. په کابل کې د مارچ پر ۲۷مه د هغه برید ذکر شوی چې د بهرنيوو چارو وزارت مخې ته پر يوې امنيتي پوستې وشو. په دې حمله کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۴ ټپيان شوي وو. داعش وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري منلې وه.

يوناما په دې راپور کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالب وسله والو په لاس د خلکو د ځينو نورو ځورونو په اړه هم معلومات ورکړي دي. په دې ترڅ کې په ځانګړې ډول په ښارونو کې د تالاشيوو په وخت د طالبانو لخوا د خلکو ځورول ياد شوي دي. دا هم ويل شوي چې په ځينو ځايونو کې طالب وسله والو پر موټرو ‌ډزې کړې او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د رسنيوو مخنیوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې ويلي چې طالبانو د بیان ازادۍ محدودولو لپاره ځيني نور امرونه کړي دي. په راپور کې راغلي چې د طالبانو د مخابراتو وزارت د فبرورۍ پر نهمه، د ازادي راډيو او امريکا غږ ويبپاڼې وتړلې. د فبرورۍ پر ۱۴مه، په کابل کې د يو ټيليويژن پر دفتر چاپې ووهل شوې او طالبانو یې د کار کوونکو ټيليفونونه او د دفتر موټرونه د ځان سره ويوړل.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې پر ټيليويژن کې کار کوونکو ښځو ته امر کړی وو چې خپل مخونه پټ وساتي. همداراز په موسیقي هم بندیز دی. د يوناما په راپور کې راغلي چې طالبانو د ټولنیزو رسنيو د کنټرول لپاره هم ځيني اقدامات کړي‌دي. په دوی کې يادونه شوې چې د طالبانو اطلاعات او کلتور وزارت د يوټيوب چينلونو مالکانو ته د فعاليت د ځانګړې اجازه نامې اخیستو امر کړی. همداراز دوی ته ویل شوي چې په هرو دريوو کلونو کې به د طالبانو حکومت ته څلور زره افغانۍ ماليه ورکوي.‌

د يوناما په راپور کې یادونه شوې چې طالبانو د ځينو خبریالانو نيول هم جاري ساتلي دي. په راپور کې زیاته شوې چې اکثره هغه خبریالانو نیول کيږي چې هغه راپورونه خپروي چې پر واکمنو طالبانو پکې نيوکې شوې وي. همداراز د خبریالانو مرتضی بهبودي او خیرالله پرهر يادونه شوې چې د جنورۍ په مياشت کې نيول شوي او لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د مدني فعالانو نيول او ځورول

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې په خپل درې مياشتني راپور کې ويلي چې واکمنو طالبانو د مدني غږونږ خاموشه کولو ته دوام ورکړی دی. په راپور کې راغلي‌چې طالبانو په ځانګړې ډول هغه مدني فعالان په نښه کړې چې د نجونو د تعليم او د ښځو د کار غوښتنه کوي.

په راپور کې ويلي شوي چې طالبانو د بشري حقونو ځيني فعالان تر نيولو وروسته ژر خوشې کړي خو ځيني یې په بند کې ساتلي دي. يوناما دتعليم لپاره کار کوونکې، قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا ذکر کړی. طالبانو ویسا د مارچ پر ۲۷مه په کابل کې ونيو، د هغه کور یې وپلټه او وروڼه یې هم بوتلل. وروڼه یې وروسته خوشې شول خو ویسا لا هم په بند کې دي. د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنيوو ته ويلي وو چې د مطیع الله ویسا په اړه د طالبانو استخباراتو ځيني معلومات درلودل چې هغه له ځينو مشکوکو خلکو سره مشکوکې اړيکې درلودلې.

يوناما ويلي‌چې مدني سازمانونو راپور ورکړ چې د واکمنو چارواکو او عدلیې وزارت د غوښتنو مطابق دوی نور نشي کوالی د اتحادیې په توګه د فعالیت لپاره خپل جوازونه نوی کړي. "دوی اوس اړ دي چې د یوې غیر دولتي موسسې په توګه اقتصاد وزارت ته د لوړ فیس په ورکولو سره ځانونه ثبت کړي."

د طالبانو حکومت تر اوسه د يوناما د دې راپور په اړه څه نه دي‌ويلي. په تېرو وختونو کې یې د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د نړيوالو ادارو او ځينو هېوادونو د نيوکو په ځواب کې ويلي چې په افغانستان کې روان مسايل داخلي موضوعات دي.‌

اړوند

XS
SM
MD
LG