د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د داعش ډلې د ۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې


طالبان په کابل کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشيفه
طالبان په کابل کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په کابل کې یې د عملیاتو پر مهال د اسلامي دولت (داعش) ډلې دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اپرېل پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې طالبانو هغه کسان د کابل په سید نور محمد شاه مېنه کې په يو کور کې ایسار کړل.

د هغه په خبره، د چارشنبې او پنجشنبې ترمینځ شپې مهال په کاروايۍ کې هغه کور هم ړنګ شوی دی.

د طالبانو حکومت په وروستیو کې ادعاوې کړې چې په یوشمېر ولایتونو کې يې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې یا داعش پر مرکزونو حملو ته زور ورکړی دی.

داعش ډلې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو او داراز پر ملکي وګړو د یوشمېر خونړیو حملو ذمه وارۍ منلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG