د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه په قطر کې د افغانستان حالاتو د ارزونې غونډه کوي


د ملګرو ملتونو په جينيوا دفتر کې د افغانستان د استازولۍ میز - انځور له ارشیفه
د ملګرو ملتونو په جينيوا دفتر کې د افغانستان د استازولۍ میز - انځور له ارشیفه

ملګري ملتونه په قطر کې نن (د مې پر لومړۍ نېټه) د افغانستان په اړه د هغې نړيوالې دوه ورځنۍ غونډې کوربه دی چې طالبان نه دي وربلل شوي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړي استازي ګډون کوي. ملګرو ملتونو ويلې چې په دې غونډه کې به د نړۍ بېلابېلو هېوادونو استازو ته د افغانستان د حالاتو په اړه معلومات وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد د اپرېل پر ۱۸مه د امریکا په پرېنسټن پوهنتون کې ويلي وو چې په هغه نړیواله غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه کېږي. هغې زیاته کړې وه چې نه‌ پوهېږي طالبان به په رسمیت وپېژندل شي او که نه؟ خو په وینا یې په دې اړه بحثونه باید پيل شي.

د محمد تر دې خبرو او د غونډې د جوړېدو تر اعلان وروسته یوشمېر سیاستوالانو او د بشري حقونو فعالانو پر ملګرو ملتونو سخت تنقیدونه وکړل. افغان ښځو په کابل او د نړۍ په ځينو نورو برخو کې د مظاهرو له لارې غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت باید په رسميت ونه پيژندل شي.

په اسلام اباد کې مېشته هغو افغانانو ښځو د اپريل پر ۳۰مه مظاهره وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو تر قبضې وروسته، پاکستان ته تللې دي. دوی پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې تر څو طالبانو بشري حقونو نه وي منلي، بايد په رسميت ونه پيژندل شي.

تر ګڼو تنقیدونو وروسته، ملګرو ملتونو واضحه کړه چې د يو حکومت په رسمیت پيژندل د دوی کار نه بلکې د هر هېواد خپل کار دی. د دې سازمان وياند سټیفن دوجارېک د تېرې جمعې په ورځ وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ته ژمن دی او د دوحې د غونډې تمرکز د طالبانو په رسميت پيژندنه نه دی.

طالبانو په افغانستان کې د حکومت تر نيولو وروسته پر ښځو د کار بندیز لګولی او پر هغوی یې مخ پټول جبري کړي دي. همداراز یې په نجونو له شپږم ټولګي پورته د تعليم کولو بندیز لګولی دی. طالبان وايي دا مسایل داخلي موضوعات دي او په اړه یې د بهرنيانو فشارونه نه مني.

د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېریش د اپريل پر ۲۹مه په يو ټويټ کې ويلي وو چې په افغانستان بیړنيوو مرستو ته اړتيا لري او د دې مرستو رسولو لپاره د افغان ښځو کار ضروری دی.

ملګرو ملتونو په دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې. د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي چې له دې غونډې یې تمه دا ده چې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیول شي. نوموړي ادعا وکړه چې په افغانستان کې اوس امنيت رامنځته شوی او نړیوال کولی شي له دې موقعې څخه د همکارۍ لپاره ګټه واخلي.

خو ملګرو ملتونو ويلي چې د طالبانو محدوديتونو مجبوره کړي دي چې په افغانستان کې د خپل کار د دوام په اړه له سره غور وکړي. د اپريل پر ۱۸مه، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (يو اېن ډي پي) تنظيموونکي اچیم سټینر اسوشیېټیډ پرېس خبري اژانس ته ويلي وو چې که طالبان افغان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي نو چمتو دي چې په مې میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو "زړه ماتونکې" پریکړه وکړي.

هغه زیاته کړې وه چې د ملګرو ملتونو چارواکي له طالبانو سره د هغه امر څخه استثنا اخیستو په اړه په خبرو بوخت دي چې افغانانې له دې سازمان سره له کار کولو منع کوي. سټینر وویل چې د افغانستان مخ پر ځوړ اقتصاد سمبالولو لپاره ښځينه کارکوونکو ته ډېره زیاته اړتيا ده.

XS
SM
MD
LG