د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزي او روزا اوتنبايېوا پر افغان ښځو د طالبانو د بندیزونو ليرې کولو غوښتنه تکرار کړه


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اپرېل پر ۲۴مه په کابل کې په خپل دفتر کې له روزا اوتنبایېوا سره وليدل.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اپرېل پر ۲۴مه په کابل کې په خپل دفتر کې له روزا اوتنبایېوا سره وليدل.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایېوا په هغه هېواد کې د ښځو پر کار د بندیز ليرې کېدو او د تعلیمي مراکزو پر بیا پرانیستلو ټینګار کړی دی.

د کرزي پر رسمي ټويټر پاڼه ليکل شوي چې په پرونۍ (د اپرېل پر ۲۴مه) لیدنې کې دواړو په کورنیو او نړیوالو موسسو کې کارونو ته د افغان ښځو د بیا ستنېدو او د تعلیمي مراکزو د بیا پرانیستلو پر اهمیت ټينګار وکړ.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز ليرې کولو او د تعلیمي مراکزو د بیا پرانیستلو لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي.

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ ګواښ کړی وو که طالبان د دوی په دفترونو کې د افغان ښځو د کار په اړه بندیز ليرې نه کړي نو په مې میاشت کې به له افغانستانه ووځي.

حامد کرزي او اوتنبایېوا د افغانستان د دایمي سولې او ټیکاو لپاره د ملي خبرو اترو په پیل هم ټينګار وکړ. کرزي ويلي د ستونزو د حل لپاره باید ملي مکالمې وشي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زوره حکومت ونيو. تر هغه وروسته یې پر ښځو ګڼ محدودیتونو عملي کړي دي.

دوی د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې له بهرنیو او کورنیو غیردولتي ادارو سره د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. شاوخوا درې اوونۍ مخکې یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو د کار مخه نیولې وه.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو او ملګرو ملتونو پر طالبانو غږ کړی چې پر ښځو د کار او تعليم بندیز ختم کړي. خو طالبان وايي چې دا د افغانستان کورني مسایل دي او بهرنيان باید پکې مداخله ونه کړي.

د نجونو د تعليم او د ښځو د کار د بندیز په خلاف په کابل او د افغانستان په ځينو نورو ښارونو کې مظاهرې شوې دي. خو طالبانو خپل دريځ نه دی نرم کړی. دوی پر ښځو جبري مخ پټولو ته هم دوام ورکړی.

حامد کرزی او اوتنبایېوا پر داسې وخت سره ملاقات کړی چې ملګرو ملتونو ويلي د مې میاشتې پر لومړۍ او دويمه نېټه په قطر کې د افغانستان په اړه غونډه کوي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد د اپرېل پر ۱۸مه د امریکا په پرېنسټن پوهنتون کې وویل چې په هغه نړیواله غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه کېږي. هغې ویلي ول، نه‌ پوهېږي چې طالبان به په رسمیت وپېژندل شي او که نه، خو په وینا یې په دې اړه بحثونه باید پيل شي.

یوشمېر سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د دغې غونډې پر جوړيدو او د امينې محمد پر خبرو تنقید کړی وو. خو وروسته د ملګرو ملتونو یو ویاند فرحان حق ټینګار وکړ چې په هغه غونډه کې به تمرکز د طالبانو پر رسمیت پېژندلو ته نه وي.

XS
SM
MD
LG