د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو نړیواله ورځ: د طالبانو واکمنۍ د افغان مېرمنو پر ژوند څه اغېز کړی دی؟


په کابل کې یوشمېر ښځو د مارچ پر اتمه پر ښځو د طالبانو د بندیزونو ضد احتجاج وکړ.
په کابل کې یوشمېر ښځو د مارچ پر اتمه پر ښځو د طالبانو د بندیزونو ضد احتجاج وکړ.

په نړۍ کې د مارچ پر اتمه د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې نجونه او ښځې د طالبانو تر یوشمېر محدودیتونو لاندې دي.

په کابل کې یوشمېر ښځو او نجونو د مارچ پر اتمه د طالبانو د حکومت د بندیزونو پرضد احتجاجي لاریون وکړ.

افغان مېرمنې وايي‌ پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې پر زده کړو او کار تر بندیز وروسته ژوند له سختو ستونزو سره مخامخ شوی دی.

دوی د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت له نړيوالې ټولنې غواړي چې د خپلو اساسي حقونو په بېرته ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ټول ښوونځي وتړل او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په پای کې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.

"کله چې موږ له ښوونځي ووتلو، چاودنه وشوه. لاسونه، پښې او یوه سترګه مې زخمي شوه

د ۲۰۲۱ز کال د مې پر اتمه د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته په شوې خونړۍ چاودنه کې ټپي شوې یوه زده‌کوونکې شکیلا کریمي وايي، له نړيوالې ټولنې تمه لري چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو بیا پرانیستو لپاره ورسره همکاري وکړي. "له نړيوالې ټولنې زما غوښتنه دا ده چې د ښوونځيو دروازې پرانیزي چې زما غوندې نجونه وکولای شي، خپلو درسونو ته دوام ورکړي او خپلو هیلو او هدفونو ته ورسېږي."

د کابل د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دویم کال یو زده کوونکې طیبه وايي، له تعلیمه تر محرومېدو وروسته د خپل راتلونکي په اړه "نهیلې شوې" ده. " زموږ حق دې نه خوري، لږترلږه د زده کړو اجازه دې راکړي. زموږ راتلونکې باید داسې نامعلومه نه وي. موږ هیله لرو چې په نوي کال کې درسي بهیر پیل شي او هر څه د پخوا په څېر شي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ډېسېمبر پر ۲۳مه، په ناحکومتي ادارو کې پر ښځو د کار بندیز ولګاوه.

د طالبانو د دې پرېکړې له کبله یوه بېکاره شوې افغانه ښځه وايي، دا او نورې همکارانې یې له "سختو اقتصادي او رواني ستونزو" سره مخامخ شوې دي.

هغې مېرمنې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره پور اخیستو ته مجبوره شوې ده.

نوموړې د بېکاره شویو مېرمنو په اړه وویل، " کله چې کور ته څه اخلي، پوروړې کېږي یا هم اړ کېږي چې له وطنه کډه وکړي، ټول نهیلي یو او حیران یو چې څه وکړو، ټول په یوه بحراني حالت کې یو."

تر دې مخکې ملګرو ملتونو، امریکا او د نړۍ یوشمېر هېوادونو پر ښځو د طالبانو بندیزونه غندلي وو او غوښتنه یې کړې وه چې دا محدوديتونه لرې کړي.

پر زده کړو او کار بندیز افغانانې قالین بافۍ ته اړ کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ ویلي، له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند "د بشريت ضد جنایت" ګڼل کېدای شي.

نوموړي‌ د مارچ پر دویمه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په غونډه کې وویل، "د طالبانو عمدي او سنجول شوې پالیسي دا ده چې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې او هغوی له ټولنې څخه حذف کړي."

خو د طالبانو حکومت د نړیوالو تورونه ردوي‌ او وايي چې د "شریعت په چوکاټ" کې یې ښځو ته حقونه ورکړي دي خو ښځو ته د تعلیم او کار د اجازې پر مېکانیزم کار کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ځواب نه وايي چې پر افغان نجونو او ښځو به د طالبانو محدوديتونه کم شي او که څنګه؟

خو د دیني مسایلو یو پوه محمد محق مشال راډیو ته وویل، دا چې نن په افغانستان کې ښځې له خپلو بشري حقونو محرومې دي، په حقیقت کې اسلامي ریښه نه‌ لري او د طالبانو پرېکړه سیاسي ده. "په دین او شریعت کې د ښځو پر زده‌کړو او کار هېڅ ډول بندیز نشته او طالبان د خپل سیاسي لیدلوري په خاطر پر ښځو لګول شویو بندیزونو ته دیني رنګ ورکوي."

د افغانستان په تېر جمهوري حکومت کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وايي، د افغانستان پر ښځو د لګول شویو محدوديتونو د لرې کولو په برخه کې د نړۍ هڅو ځای نه‌ دی نیولی.

نوموړې مشال راډیو ته وویل، په ځانګړې توګه د سیمې او نړۍ له اسلامي هېوادونو غواړي چې د افغان ښځو د سخت ژوند په بدلولو کې دې ونډه واخلي.

خو یوشمېر ښځينه فعالانې بیا وايي، د طالبانو له خوا پر افغان مېرمنو د لګول شویو بندیزونو لیرې کولو لپاره د نړيوالې ټولنې هڅې "عملي نه وې او تر دې دمه یې یوازې شعارونه ورکړي دي."

د ښځو د حقونو یوه فعاله ترنم سعیدي وايي، د ښځو "څنډې ته کول" په اوږد مهال کې د افغانستان او راتلونکي نسل لپاره "ډېرې ناوړه پایلې" درلودلای شي. "وخت راغلی چې نړيواله ټولنه خپله چوپتيا ماته کړي او ژرترژره د طالبانو د ښځو ضد کړنو په خلاف یو اقدام وکړي. هیله لرم چې د راتلونکي کال د مارچ په اتمه وطن او د وطن ښځې خپلواکې وي."

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول خو تر اوسه یې د نړۍ هېڅ هېواد هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوال وايي، طالبانو له واکمنېدو راهیسې تر اوسه د منځلاریتوب څه نښه نه ده ښوولې او په نړۍ کې د افغانستان د یوازې کېدو بداغېز پر افغان ولس پرېوځي.

XS
SM
MD
LG