د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو یو وار بیا په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بندېزونه وغندل


ملګري ملتونه وایي، د نړیوالو قوانینو له مخې پر مېرمنو بندیزونه غیر قانوني عمل دی ـ پخوانی انځور
ملګري ملتونه وایي، د نړیوالو قوانینو له مخې پر مېرمنو بندیزونه غیر قانوني عمل دی ـ پخوانی انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان يوناما د طالبانو په مشرۍ د حکومت لخوا د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو د کار کولو د منع کولو پرېکړه یو ځل بیا غندلې ده.

يوناما د مې پر پنځمه له کابله په يو بيان کې وويل چې دا اقدام د دوی کار او خلکو ته مرستو رسولو لړ کې هڅې په جدي توګه کمزوري کوي.

په بیان کې دا راز ویل شوي چې دا پرېکړه [ښځې له کاره منع کول] د ملګرو ملتونو د منشور او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوېنشن په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني ده.

سازمان په خبر پاڼه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د واکمنو چارواکو د بې رحمانه کړنو په اړه د ملګرو ملتونو اند یښنه یو ځل بیا تکرار کړه.

خو په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانانو ته د مرستو د رسولو په اړه لګول شوي محدودیتونو لرې کول اړین دي خو ملګري ملتونه باید له افغانانو سره ملاتړ باندي توجو برقراره وساتي.

دا په داسي حال کې ده چې د روان ۲۰۲۳زکال اپرېل مياشت کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلو ټولو نارينه او ښځینه کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې تر بل امره دې دفترونو ته نه ځي.

يوناما د اپرېل پر پنځمه ويلي وو چې دا ګام یې په هغه هېواد کې له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو پر کار د طالبانو د بندیز په غبرګون اخیستی دی.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د دې ځانګړي راپور ورکوونکي د راپور په اړه څه نه‌دي ویلي، خو پخوا یې ویلي وو چې د ښځو مسئله د افغانستان کورنۍ موضوع ده او نړیوال باید په دې برخه کې مداخله ونه‌کړي.

د ملګرو ملتونو په دې تازه راپور کې د طالبانو په وینا ویل شوي، دوی د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره هڅې کوي، خو په دې اړه یې دقیق تاریخ نه‌ دی په ډاګه کړی.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي دي. هغوی د خپلې واکمنۍ په پيل کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته پر زدکړو بنديز ولګاوه او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې د نجونو لوړې زدکړې تر "دویم اعلان" پورې وځنډولې. له دې وروسته یې په ناحکومتي ادارو کې هم ښځې له کاره منع کړې.

د طالبانو دا او نور اقدامات د دې باعث شوي چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې له طالبانو غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره سم باید ښځې او نجونې کار او زده‌کړو ته پرېږدي او خپلې ژمنې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG