د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو سیاستوالانو افغانستان کې د انتخاباتو له لارې د حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی


له ښي لوري: امیر خان متقي، مولانا فضل الرحمان، سراج الحق، محمود خان اڅکزی او اېمل ولي خان د مې پر شپږمه د غونډې پر مهال.
له ښي لوري: امیر خان متقي، مولانا فضل الرحمان، سراج الحق، محمود خان اڅکزی او اېمل ولي خان د مې پر شپږمه د غونډې پر مهال.

د پاکستان ملتپاله او مذهبي ګوندونه وايي، په اسلام اباد کې یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په ملاقات کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسلوالو فعالیتونو، د افغان نجونو د تعلیم او کار، دوه اړخیزه سوداګرۍ او په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو خبرې کړې دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مې پر شپږمه تر ملاقات وروسته په بیان کې وویل چې متقي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي، د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د جماعت اسلامي امیر سراج الحق او له یوشمېر نور سیاستوالانو د پاکستان او افغانستان پر مشترکو ګټو بحث کړی دی.

د متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی پلاوی د مې له پینځمې څخه د پاکستان په څلور ورځني سفر دی.

د یوشمېر ګوندونو مخکښه مشرانو د مې پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې افغان سفارت هغه ملاقات ته وربللي ول.

په ملاقات کې پر کومو موضوعاتو خبرې وشوې

د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د مې پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیره یې وغوښتل چې په افغانستان کې دې د انتخاباتو له لارې ملکي حکومت ته واک وسپاري. "وړومبی مې ورته دا وویل چې له افغانستانه اوس خارجیان ستانه شوي دي نو باید هلته انتخابات وشي او په نتیجه کې یې چې ولسي حکومت" جوړ شي "هغه به موږ او نړۍ ومنو او د افغان ولس ستونزې" به حل شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونیو او تر هغې شاوخوا درې اوونۍ وروسته یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه. هغوی له هغه وخت راهیسې په بیا بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنې رد کړې دي.

د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اېمل ولي خان وویل، له متقي څخه یې د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز ختمولو غوښتنه وکړه او داراز یې ورته وویل چې د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني په واکمنۍ کې په افغانستان کې پاکستانیو زده کوونکو تعلیم ترلاسه کاوه چې اوس د طالبانو د واکمنۍ له کبله درېدلې سلسله بحاله کړي او پاکستانیو زده کوونکو ته دې د پخوا په څېر سکالرشېپونه ورکړي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په پيل کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته پر زدکړو بنديز ولګاوه او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې د نجونو لوړې زدکړې تر "دویم اعلان" پورې وځنډولې. له دې وروسته یې په ناحکومتي ادارو کې هم ښځې له کاره منع کړې.

د طالبانو حکومت وايي چې د "شریعت په چوکاټ" کې یې ښځو ته حقونه ورکړي دي او دا چې هغوی ته د تعلیم او کار د اجازې پر مېکانېزم کار کوي.

اېمل ولي خان وویل، د طالبانو له هغه چارواکي څخه یې په جلال اباد کې د خان عبدالغفار خان باچا خان د مزار پرانیستو غوښتنه هم وکړه.

پر ټولنیزو شبکو یوشمېر فعالانو له امیر خان متقي سره د لیدو پر سر د پښتنو ملتپاله ګوندونو پر مشرانو انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې هغوی د خپلو ګوندونو د نظریې او دریځ سرغړونه کړې ده او ملاقات یې د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورکوي.

خو اېمل ولي خان وايي چې دا یو واقعیت دی چې اوسمهال طالبان پر افغانستان واکمن دي او امیر خان متقي ته یې مخامخ وویل چې په هېواد کې دې ټاکنې وکړي. دی زیاتوي، د دې خبرې معنا دا ده چې عوامي نیشنل ګوند د طالبانو "حیثیت نه تسلیموي."

یوه ډله چې د ټوپک په زور یوه سیمه قبضه کړي، نو موږ به یې بیا په کوم بنیاد منو؟
محسن داوړ

موږ په دې اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشرتابه دریځ په معلومولو و نه توانېدو.

خو د جماعت اسلامي امیر سراج الحق د مې پر اوومه مشال راډيو ته وویل، له متقي سره یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمینځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره د پولو پر پرانیستو هم خبرې وکړې. "د دواړو هېوادونو ترمینځ [د خلکو] پر تګ راتګ او د ویزو او تجارت په اړه خبرې وشوې. موږ ورته وویل چې د دوه اړخيزه تجارت او د ولسونو د تګ راتګ په برخه کې مشکلات دي چې بايد حل شي. بله خبره مو دا وکړه چې دا ښه خبره ده چې په افغانستان کې امن دی، اقتصاد يې ښه کېږي او د افغانۍ ارزښت هم په زیاتېدو دی. له دې علاوه، موږ د متقي صاحب پام د افغان نجونو په تعلیم بندیز ته هم واړاوه، هغه دا خبره ومنله او د دې له سنجیدګۍ یې انکار و نه کړ."

منظور پښتین او محسن داوړ ولې له متقي سره و نه لیدل؟

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) او په قامي اسمبلۍ کې د بهرنیو چارو کمېټۍ مشر محسن داوړ هم هغې ناستې ته وربلل شوي ول، خو هغوی له امیر خان متقي سره له لیدو انکار وکړ.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین مشال راډیو ته وویل، له امیر خان متقي سره یې ځکه و نه لیدل چې د افغانستان یوشمېر قامونه دا دریځ لري چې پښتانه ګواکې "طالبان د پښتنو یو قام پرسته قوت ګڼي."

د پښتین په خبره، د افغانستان ولس د نورو ملتپاله ګوندونو په نسبت پر پښتون ژغورنې غورځنګ "زیات نظر ساتي. نو که موږ له [امیر خان متقي] سره ملاقات کړی وای نو د [افغان ولس] په ذهن کې به دا خبره نوره کلکه او پخه شوې وه" چې ګواکې پښتانه ملتپالان واقعي طالبان د پښتنو استازي بولي.

د اېن ډي اېم مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ له مشال راډيو سره په خبرو کې طالبانو ته په اشاره وویل، "یوه ډله چې د ټوپک په زور یوه سیمه قبضه کړي، نو موږ به یې بیا په کوم بنیاد منو؟ د دوی بلنه قبلول او یا ورسره کښېناستل خو د دوی د حیثیت تسلیمول دي."

داوړ د مې پر شپږمه هم له امیر خان متقي سره د پاکستان د یوشمېر ګوندونو مشرانو لیدلو ته غبرګون ښوولی وو. نوموړي پر ټوېټر په بیان کې ویلي، "د ترهګرۍ پرضد مقاومت باید د سیاسي ګټو قرباني نه شي."

د ټي ټي پي موضوع او د طالبانو د حکومت دریځ

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان زیاته کړه چې په ملاقات کې یې په پاکستان کې د ټي ټي پي د وسلوالو فعالیتونو او د پاکستان پرضد یې د افغانستان د خاورې کارېدو د مخنیوي غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو حکومت لا د هغو سیاستوالانو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

البته د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان تر واکمنېدو یوشمېر میاشتې وروسته د ټي ټي پي او اسلام اباد ترمینځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړ چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمینځ اوربندونه وشول چې وروستی هغه یې د ۲۰۲۲ز کال تر نومبره برقرار وو خو پر هغې سربېره په پاکستان کې حملې روانې وې چې تر هغې وروسته اسلام اباد په کابل کې د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړ او تور یې پورې کړ چې د ټي ټي پي مشران له هغه ځایه په پاکستان کې حملې پلانوي.

خو ټي ټي پي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانیو چارواکو دعوې او تورونه ردوي. د طالبانو حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي. د هغوی حکومت داراز، دا تور هم رد کړی دی چې وسلوالې ډلې یې د خاورې په استعمالولو په پاکستان کې حملې کوي.

XS
SM
MD
LG