د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې


د امنیت شورا په پرېکړه لیک چې د پنجشنبې په شپه تصویب شو، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د طالبانو له لوري د ښځو د کار مخنیوی وغندل شو.
د امنیت شورا په پرېکړه لیک چې د پنجشنبې په شپه تصویب شو، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د طالبانو له لوري د ښځو د کار مخنیوی وغندل شو.

د ملګرو ملتونو د مشر ویاند سټیفن دوجاریک وایي چې د دوحې په غونډه کې یې د طالبانو استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

نوموړي د اپرېل پر ۲۸مه وویل چې سرمنشي انتونیو ګوتېرېش طالبانو ته بلنلیک نه دی استولی.

ټاکل شوې ده د مې پر لومړۍ او دویمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش په کوربه توب غونډه وشي. په غونډه کې د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

دا په داسې حال ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد د اپرېل پر ۱۸مه د امریکا په پرېنسټن پوهنتون کې وویل چې په هغه نړیواله غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه کېږي. هغې ویلي ول، نه‌ پوهېږي چې طالبان به په رسمیت وپېژندل شي او که نه؟ خو په وینا یې په دې اړه بحثونه باید پيل شي.

د غونډې د جوړېدو تر اعلان وروسته یوشمېر سیاستوالانو او د بشري حقونو فعالانو پر هغه اقدام تنقید کړی وو.

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، د طالبانو له لوري د افغان ښځو ځپل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د یوه پياوړي پرېکړه لیک په منظوریدو سره غندل شوي دي.

هغه د اپرېل په ۲۹مه پر ټویټر لیکلي چې د دوحې د غونډې په درشل کې د افغانانو ملاتړ د ویاړ خبره ده او پر دې دلالت کوي چې هیوادونه په دې برخه کې سره همغږي دي.

امنیت شورا هغه پرېکړه لیک د اپرېل پر ۲۷ منظور کړ چې پکې د طالبانو بندیزونو د غندنې تر څنګ ټینګار شوی چې هغوی دې افغان مېرمنو او نجونو ته د تعلیم او کار حقونه ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پریکړه لیک تر منظورۍ یوه ورځ وروسته وویل چې د امنیت شورا د قرارداد د یوې برخې ملاتړ کوي خو د ښځو موضوع د افغانستان کورنۍ هغه ده چې هېڅ هېواد ته یې زیان نه رسیږي. وزرات دا هم ویلي چې طالبان د ښځو حقونو ته ژمن دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي دي. هغوی د خپلې واکمنۍ په پيل کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته پر زدکړو بنديز ولګاوه او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې د نجونو لوړې زدکړې تر "دویم اعلان" پورې وځنډولې. له دې وروسته یې په ناحکومتي ادارو کې هم ښځې له کاره منع کړې.

د طالبانو دا او نور اقدامات د دې باعث شوي چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ټاکل شوې چې د دوحې په غونډه کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند په اړه بحث وشي.

XS
SM
MD
LG