د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي که طالبان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي نو له افغانستانه د وتلو پرېکړه کوي


د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام تنظيموونکي اچیم سټینر په ۲۰۲۲ز کال کې په نيويارک کې د يوې مرکې ورکولو پر مهال.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام تنظيموونکي اچیم سټینر په ۲۰۲۲ز کال کې په نيويارک کې د يوې مرکې ورکولو پر مهال.

ملګري ملتونه وايي که طالبان افغان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي نو چمتو دي چې په مې میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو "زړه ماتونکې" پریکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (يو اېن ډي پي) تنظيموونکي اچیم سټینر اسوشیېټیډ پرېس خبري اژانس ته ويلي چې د ملګرو ملتونو چارواکي له طالبانو سره د هغه امر څخه استثنا اخیستو په اړه په خبرو بوخت دي چې افغانانې له هغه سازمان سره له کار کولو منع کوي.

سټینر وویل، طالبانو افغان ښځو ته د ځينو کارونو کولو اجازه ورکړې ده. د اپرېل پر ۱۸مه ملګرو ملتونو په یو راپور کې وويل چې د افغانستان مخ پر ځوړ اقتصاد سمبالولو لپاره ښځينه کارکوونکو ته ډېره زیاته اړتيا ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې حکومت نيولی دی. تر هغه وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم او همداراز په غيرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

دوی د اپرېل پر پينځمه په ملګرو ملتونو کې هم د افغان ېرمنو پر کار بندیز عملي کړ. طالبانو د دې محدوديتونو د ليرې کولو لپاره د نړيوالو غوښتنې رد کړې او وايي دا پرېکړه د افغانستان داخلي مسله ده.

ملګرو ملتونو ويلي چې د طالبانو د دې فیصلې په غبرګون کې د دې سازمان د هرې پرېکړې ذمه واري به په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG