د لاسرسي ځای

تازه خبر

رېچرډ بېنېټ: طالبان دې مدني فعالان خوشې کړي چې له کورنیو سره اختر ولمانځي


د افغانستان د بشري حقونو چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی رېچرډ بېنېټ په جېنیوا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
د افغانستان د بشري حقونو چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی رېچرډ بېنېټ په جېنیوا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي له طالبانو د هغو کسانو د خوشې کولو غوښتنه کړې چې د ده په خبره، په خپل سر یې بندیان کړي دي.

رېچرډ بېنېټ دا غوښتنه د اپرېل پر ۲۰مه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه تر هغې وروسته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کوچني اختر په مناسبت له زندانونو څخه د ۲،۴۶۰ بنديانو د خوشې کېدو او د ۴۸۱ نورو د قید د مودې کمولو اعلان وکړ.

بېنېټ زياته کړې چې طالبان دې د تعليم مبارز مطیع الله ویسا او خبريال مرتضا بهبودي په څېر کسان هم خوشې کړي چې هغوی له خپلو کورنيو سره يو ځای اختر ولمانځي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې يوشمېر مدني فعالان، خبريالان او ښوونکي نيولي چې ځينې يې خوشې کړي او ځينې لا هم د طالبانو په توقيف کې دي.

طالبانو ويلي، هغه کسان یې د پلټنو لپاره نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG