د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سره صلیب نړیواله اداره: ګڼ افغانان به په سږني ژمي کې له سختیو سره مخامخ شي


په خوست کې یوشمېر کسان د ورځنۍ مزدورۍ لپاره د سړک تر غاړې ناست دي - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر میاشتې انځور.
په خوست کې یوشمېر کسان د ورځنۍ مزدورۍ لپاره د سړک تر غاړې ناست دي - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر میاشتې انځور.

د سره صلیب نړیوالې ادارې ویلي دي چې په افغانستان کې به په سږني ژمي کې ډېر خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره له ډېرو سختو حالاتو سره مخامخ شي.

د هغې ادارې عملیاتي مشر مارټېن شیوپ د نومبر پر ۲۰مه په یوه مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د ژوند لپاره شرایط پر داسې وخت لا په خرابېدو دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دویم ژمی پیلېدونکی دی.

ده زیاته کړې چې په افغانستان کې اقتصادي مشکلات خورا جدي دي او خلک به په ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خورا سختۍ ګالي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو هلته اقتصاد خراب شو، ګڼ خلک چې پخوا یې په حکومتي او ناحکومتي ادارو کې کار کاوه بې روزګاره شول، له هغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې یوه لویه برخه مرستې ودرېدې او د افغانستان نړیوالې مالي چارې ټکنۍ شوې چې له وجې یې سوداګري هم اغېزمنه شوه.

ملګري ملتونه وايي، د ناسم اقتصادي او مالي وضعیت له کبله لکونه افغانان بې کاره دي او مېلیونونه د بې وزلۍ او لوږې ښکار دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG