د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې حالات استبدادیت خوا ته روان دي


په کابل کې د يوې مظاهرې په وخت يو طالب خلکو ته ټوپک نیولی (انځو د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر دی)
په کابل کې د يوې مظاهرې په وخت يو طالب خلکو ته ټوپک نیولی (انځو د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر دی)

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچرډ بینيټ ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو ترواک لاندې حالات د امریت (استبدادیت) پر خوا روان دي.

بینیټ چې د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی، د سپتمبر په ۱۲مه یې په جینیوا کې د افغانستان په اړه د چمتو کړې راپور ځينې برخې وواندې کړي.

هغه وویل: "د طالبانو لخوا د مېرمنو او د نجونو د حقونو تروړل، له مخالفینو او منتقیدونو څخه غچ اخیستل او د بیان د ازادۍ مخنیوی، د دې خبرې ښکارندويي کوي چې په افغانستان کې حالات د امریت طرف ته روان دي."

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې له بشري حقونو سرغړونې نور بس کړي. په همدغه غونډه کې د افغان ښځو په استازیتوب د بشري حقونو فعالې، محبوبه سراج خبرې وکړي. هغې وويل چې نړۍ دې د طالبانو کړنې یوازې د بیانونو تر حده نه غندي بلکې د افغانستان سره دې مرستې وکړي. نوموړې وويل: "موږ [ښځې] له منځه وړل شوي يو. ایا تاسو په دې احساساتو پوهيږئ؟ د ورکېدو په احساس! دا غونډه ښايي زما اخري غونډه وي ځکه چې زه نوره له دې چيغو وهلو ستړې یم چې ای نړیوالو، موږ ته پام وکړئ، موږ مړه کيږو. تر څو به موږ دا چيغې وهو؟"

افغان طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پينځلسمه کابل ونیو. دوی د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ او پر ځای یې خپله واکمني پيل کړه. تر هغه وروسته دوی ځيني سخت حکمونه عملي‌کړي دي. له شپږم ټولګي پورته یې پر نجونو تعليم بند کړی، په رسنيو محدوديتونه عملي شوي، په موسیقۍ بنديز دی، په دفترونو کې د ښځينه کارکوونکو شمېر کم شوی، د ښځو پر لوبو پابندي ده، ښځې له محرم بغیر له کوره نه شې وتلی او پر ښځو مخ پټول جبري شوي دي.‌

ريچرډ بینینټ دا څرګندونې په هماغه ورځ مخې ته راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د طالبانو حکومت د هغوی ښځینه کارکوونکې ډارولې او ځورولې دي.

دغه دفتر زیاته کړه چې درې افغان ښځینه کارکوونکې یې د طالب وسله والو لخوا په موقتي ډول نیول شوې وې او پوښتنې ترې شوې وي. خو د طالبانو يو وياند، بلال کریمي ویلي، دغه مېرمنې د سپیناوي په موخه ودرول شوې وې او چې معلومه شوه چې له ملګرو ملتونو سره کار کوي، نو بیرته خوشې شوې.

د بخښنې نړیوال سازمان (ايمنسټي انټرنیشنل) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د استازي د راپور تر خپرېدو وروسته په يوه خبرپاڼه کې پر نړيوالو غږ کړی چې د راپور سپارښتنې دې پر نړيوالو ومني. په سپارښتنو کې د نورو تر څنګ غوښتنه شوې چې نجونې دې ښوونځيو ته پريښودل شي، ټولشموله حکومت دې رامنځته شي او بشري حقونو ته دې احترام وشي.

د بخښنې نړيوال سازمان له لوري په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو دولسو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د نيوکو کوونکو جبري ورکول، خلپسري نیول، ماورای عدالت قتلونه، په بېلابېلو ډولونو د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو انتقامي وژنې او له داعش یا مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د خلکو نیول او وژل راون دي."

د طالبانو حکومت په يوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي راپور رد کړی او دا يې مغرضانه بللی دی.

XS
SM
MD
LG