د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د مدني فعال مطيع الله ويسا د "خونديتوب" غوښتنه کړې


مطيع الله ويسا له ۲۰۲۲ز کال راهيسې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د ماشومانو لپاره ګرځنده کتابتونونه پرانيستي ول.
مطيع الله ويسا له ۲۰۲۲ز کال راهيسې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د ماشومانو لپاره ګرځنده کتابتونونه پرانيستي ول.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (یوناما) د طالبانو له حکومته غوښتي چې د مدني فعال او د "قلم لار بنسټ" د مشر مطیع الله ویسا د نیولو دلیل روښانه کړي.

یوناما نن (د مارچ پر ۲۸مه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان دې "د ویسا ځای ځایګی هم معلوم او کورنۍ او حقوقي استازي ته د لاسرسي زمینه" برابره کړي.

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د مطیع الله ویسا د "خونديتوب" غوښتنه کړې ده.

ریچرډ بېنېټ د مارچ پر ۲۸مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو له خوا د "مخکښه مدني فعال او د قلم لار بنسټ د مشر" ویسا د نیول کېدو راپورونو "اندېښمن" کړی دی.

د مطیع الله ویسا ورور محمد ولي اخلاقي نن مشال راډیو ته وویل چې ویسا تېر ماښام (د مارچ پر ۲۷مه) د کابل په خوشال خان مېنه کې د طالبانو استخباراتو ونیوه او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړ.

د مطيع الله ويسا بل ورور عطاالله ويسا نن (د مارچ پر ۲۸مه) رسنيو ته په لېږل شوي ويډيويي بیان کې وويل چې طالبانو یې کور محاصره کړی او موبايل ټېليفونونه يې ورڅخه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو هغوی تر دې وړاندې هم يو شمېر مدني فعالان او خبريالان نيولي چې ځينې يې وروسته بېرته خوشې کړي دي.

ويسا: که د نجونو يو ښوونځی هم تړلی وي، موږ به غږ پورته کوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:41 0:00

مطیع الله ویسا له تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د تړلو ښوونځيو د بيا پرانيستلو او د تعليم عام کولو لپاره مبارزه کوي.

نوموړي په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته هم د پوهې عامولو تر څنګ د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو بيا پرانيستلو لپاره کمپاين روان کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم لومړی تر شپږم ټولګي وروسته ښوونځيو ته د نجونو پر ورتګ بنديز ولګول شو او بيا وروسته د هغوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړل شوې. طالبانو ويلي چې هغوی په دې اړه پر يوه تګلاره کار کوي خو د هغوی دا اقدام به تر "دويم امر" پورې عملي وي.

د ويسا په مشرۍ د قلم لار ټولنې رضاکاران بېلا بېلو ولسواليو او ليرې پرتو کليو ته تلل او هلته به يې له قومي او ديني مشرانو او عام ولس سره کتل او هغوی به يې د ښوونځيو پرانيستلو او په ښوونځيو کې د ماشومانو داخلولو ته هڅول.

قلم لار بنسټ د افغانستان په يوشمېر ولايتونو کې کتابتونونه جوړ کړي او ګڼو ماشومانو ته يې وړيا کتابونه ورکړي دي. بل خوا د دغې ټولنې په هلو ځلو لسګونه بند ښوونځي پرانيستل شوي دي.

ويسا په دا وروستيو کې اروپا ته هم سفر کړی وو او هلته يې د اروپايي ټولنې له ځينو چارواکو سره هم ليده کاته کړي وه.

نوموړي پر دې سربېره په کابل کې هم د زدکړو په اړه د ملګرو ملتونو او ځينو نورو هېوادونو له استازو او خبريالانو سره ليده کاته کړي وه.

XS
SM
MD
LG