د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار اداره پر طالبانو د بندیزونو زیاتېدل غواړي


د ۲۰۲۲ کال په دیسمبر کې په کابل کې يوه ښځه د طالب په مخ کې روانه ده
د ۲۰۲۲ کال په دیسمبر کې په کابل کې يوه ښځه د طالب په مخ کې روانه ده

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د ښځو د چارو د برخې یو مسوله وایي، پر ښځو او نجونو د طالبانو له‌خوا د سختو محدودیتونو د لیرې کولو لپاره د طالبانو ضد کوټلو اقداماتو ته اړتیا ده.

د دې سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار د مارچ پر ۲۶مه ماښام مشال راډیو ته په لیکلي پیغام کې وویل، نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې د ځینو اقداماتو لکه د طالبانو پر سفر د بندیزونو له لارې پر هغوی فشارونه زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۲۶مه یو شمېر افغان ښځو د خپلو زده کړو او کار د حقونو لپاره په کابل کې احتجاجي لاریون وکړ. لاریونوالې د کابل له پل سرخه روانې شولې او غوښتل یې چې د اصف مایل د جینکو تر ښوونځي لاړ شي. خو د طالب وسله والو لخوا هلته تلو ته پرېنښودل شو او لاریون پر تاوتریخوالي پای ته ورسید.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار زیاته کړه چې د ځینو دیپلوماتاتو هغه فکر باید ختم شي چې هیله یې لرله چې چې په نرمه لهجه به طالبانو قانع کړي، ترڅو هغوی د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي چې یو یې هم د هغو پر زده کړه بندیز دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ويلي چې پر زده کړو بندېز د ميلیونونو نجونو خوبونه او هیلې په اوبو لاهو کوي او هم افغانستان له نورې بې‌ وزلۍ او زیانونو سره مخامخوي.

پر ښځو او نجونو د طالبانو له‌خوا د سختو محدودیتونو په غبرګون کې اروپايي ټولنې د طالبانو پر دوو چارواکو، د لوړو زده ‌کړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي بندیزونه لګولي دي.

د دغو بندیزيزونو له مخې به دوی ته د سفر لپاره ویزې نه ورکول کېږي او که په دې ټولنه کې شتمني لري، هغه به کنګل کېږي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په پېل کې د جینکو تر شپږم ټولګي پورته پر زده کړو بندېز ولګاوه او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې یې د نجونو لوړې زده کړې تر "دویم اعلان" پورې وځنډولې. له دې وروسته یې په ناحکومتي ادارو کې ښځې له کاره منع کړې.

د طالبانو دا اقدامات له پراخ نړیوال غبرګون سره مخامخ شول خو طالبانو تر اوسه د نړیوالو پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی. د طالبانو دغه اقدام ښځې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړې دي. طالبان وايي دا هر څه د شريعت په چوکاټ کې کوي خو دا چوکاټ یې نه دی تشريح کړی او نه یې هم په دې اړه د اسلامي هېوادونو او سازمانونو غوښتنې منلې دي.

XS
SM
MD
LG