د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوي


د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د مې پر دویمه په دوحه تر غونډې وروسته خبریالانو ته معلومات ورکوي.
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د مې پر دویمه په دوحه تر غونډې وروسته خبریالانو ته معلومات ورکوي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش ویلي، سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو بندیزونه لګولي دي، په هغه هېواد کې خپل کار ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي ول که طالبان افغان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي نو په مې میاشت کې به له افغانستانه د وتلو "زړه ماتوونکې" پرېکړه وکړي.

ګوتېرېش د مې پر دویمه د قطر په مرکز دوحه کې وویل، په افغانستان کې ځکه پاتې کېږي چې په مېلیونونو ناامېده او بېوزلو افغانانو ته مرسته ورسوي.

انتونیو ګوتېرېش دا خبرې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه نړيوالې غونډې تر ختمېدو وروسته وکړې. تر تړلو دروازو شا ته هغه غونډه د مې پر لومړۍ او دویمه د قطر په مرکز دوحه کې جوړه شوې وه چې پکې تر ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه خو طالبان ورته نه ول بلل شوي.

ګوتېرېش البته یادونه وکړه چې په افغانستان کې د مرستو رسولو لپاره ورسره پیسې په کمېدو دي. هغه وویل، بیا هم هڅه کوي چې د مرستو بهیر دوام ومومي.

هغه خبرداری ورکړ چې د مرستو ژمنې کمې شوي او تر اوسه له غوښتل شویو پیسو څخه یې یوازې څه باندې شپږ سلنه ترلاسه کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG