د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوالو افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو بندیز "له شرمه ډک کار" بللی


د کابل پوهنتون زده کوونکې د ډېسېمبر پر ۲۱مه د بندو دروازو تر شا ولاړې دي.
د کابل پوهنتون زده کوونکې د ډېسېمبر پر ۲۱مه د بندو دروازو تر شا ولاړې دي.

په ننګرهار پوهنتون کې سلګونه زده کوونکو د طالبانو له خوا د نجونو پر لوړو زده کړو د بندیز خلاف مظاهره کړې ده.

هلته د نړۍ یوشمېر هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو پر اقدام د زښت خپګان څرګندونه کړې ده او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی دی چې ټولې تعليمي ادارې دې پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ډېسېمبر پر ۲۰مه پوهنتونونو ته په استولي لیک کې ویلي دي چې تر "امر ثاني به د نجونو ټول شخصي او دولتي پوهنتونونه بند وي."

د ډېسېمبر پر ۲۱مه چې نجونه پوهنتونونو ته ولاړې نو هلته ولاړو ساتونکو دروازې بندې کړې او هغوی یې داخېلېدو ته پرې نه ښوولې.

ننګرهار کې مظاهره

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي سلګونه ښځینه او نارینه زده کوونکي د ډېسېمبر پر ۲۱مه د طب پوهنځي په ودانۍ کې ورټول شوي ول. پر ټولنیزو شبکو په ویډیوګانو کې ښکاري چې نارينه زده کوونکي هم احتجاجاً له ټولګیو وځي.

د ننګرهار مظاهرچيانو شعار ورکاوه چې "زده کړې د ټولو لپاره یا بیخي نه!"

دوی د طالبانو له حکومته وغوښتل چې له خپلې پرېکړې په شا شي. ځينو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي مشال راډيو ته وويل چې د یوشمېر نجونو د پوهنتون وروستی کال دی او د طالبانو دا پرېکړه یې ژوند ورخرابوي.

غبرګونونه

د طالبانو اقدام په هېواد کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي.

ګڼو افغان ښځو او سړیو هم پر ټولنيزو رسنيو په ليکنو کې پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر مخ دې د تعليم دروازې نه بندوي.

د کرکټ نومیالي لوبغاړي راشد خان د "افغان نجونه زده کړو ته پرېږدئ" تر هیشټيګ لاندې ليکلي‌ چې "د يوې مور غېږ د ماشوم لومړنۍ مدرسه او کومه ټولنه چې خپل اولاد د نالوستې ښځې په غېږ کې پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چې له خپلو غړو د ګټور خدمت تمه ولري."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ډېسېمبر پر ۲۱مه په بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی چې "سمدستي" دې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د بندیز له اقدامه په شا شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ډېسېمبر پر ۲۱مه نیمه شپه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړلو اقدام "زښت خواشینی" کړی دی.

بلېنکن ویلي دي چې "افغان ښځې" او "افغانستان" د ښو کارونو "وړ او حقدار" دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې په دې ډول "طالبانو واقعاً په نړیواله توګه" د خپل حکومت د "رسمیت پېژندنې د موخې" پر وړاندې خنډ ودراوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم ویلي دي چې د طالبانو پرېکړې "خواشینی" کړی دی خو هغه په عین حال کې زیاتوي چې د دې "ستونزو د حللاره لا هم له طالبانو سره" د "رابطو" په ساتلو کې ده.

په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا او برتانیې سفیرانو د افغانستان په اړه د امنیتي شورا په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو سرغړونو او د هغوی د ازادیو محدودولو اقدامات وغندل.

د بشري حقونو د څار سازمان (هيومن رایټس واچ) د ډېسېمبر پر ۲۰مه پر ټوېټر ليکلي‌چې د طالبانو دا کار شرموونکی دی. "طالبانو مېرمنې له پوهنتونونو منع کړې دي. دا یو له شرمه ډک عمل دی. په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو د زده کړو حق اخلي."

د ملګرو ملتونو انتونیو ګوتېرېش د طالبانو دا اقدام د اندېښنې وړ بللی دی.

د نوموړي وياند په يو بیان کې ويلي چې د تعلیم مخنیوی نه یوازې د نجونو او ښځو د حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان پر راتلونکې به هم ناوړه اغېز ولري.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ پر ټوېټر ليکلي چې د طالبانو دا عمل له ټولنې څخه د "افغان ښځو د حذفولو یو بل ګام" دی.

د ناروې د کډوالو شورا د ډېسېمبر پر ۲۱مه په بیان کې د طالبانو اقدام "غندلی" دی. د شورا د افغانستان چارو مشر نیل ترنر ویلي دي چې د طالبانو پر چارواکو غږ کوي چې "سمدستي دې پر تعلیم دا او نور محدودیتونه ختم" کړي.

د طالبانو حکومت دریځ او پر ښځو محدودیتونه

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او پر افغانستان واکمن شول.

هغوی د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې ښوونځي بیا پرانیزې خو دا کار یې و نه کړ.

طالبان دريځ لري چې د ښځو د تعليم او کار په اړه د يو شرعي چوکاټ په جوړولو کار کوي. خو دا چوکاټ یې نه دی تشريح کړی.

د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. امريکايي چارواکو ويلي چې د طالبانو پالیسيانې که همداسې وي نو په رسميت د پېژندل کېدو تمه دې نه کوي.

طالبانو په تېرو وختونو کې پر ښځو د بندیزونو نړیوالو غبرګونونو ته پام نه دی کړی. د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د ديني عالمانو په يوه غونډه کې ويلي ول چې "نه د نړيوالو غوښتنې مني او نه هم ورسره يو قدم مخکې" ځي.

طالبانو د نجونو پر تعليم پر بندیز برسېره پر ښځو يو لړ نور بندیزونه هم لګولي دي لکه هغوی یې پارکونو ته له تګه هم منع کړي دي، په دفترونو کې د ښځو شمېر کم کړی، له محرم بغیر ورباندې بهر پر تګ راتګ بندیز دی، پر ښځو مخ پټول جبري شوي او پر ټېلېوېژن یې څرګنديدل محدود کړي دي.

افغان ښځو د دې محدودیتونو پرضد د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي خو طالبان له خپلې تګلارې نه دي اوښتي.

اړوند

XS
SM
MD
LG