د لاسرسي ځای

تازه خبر

هبت الله نړيوالو ته: نه دې فرمایشونه منم او نه یو قدم درسره مخته ځم


د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده يو پخوانی انځور.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده يو پخوانی انځور.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ويلي چې د نړیوالو هيڅ "فرمایش" ته غاړه نه ږدي او نه به هم څه ډول "تعامل" ورسره وکړي.

نوموړي نن (د جولای پر لومړۍ نېټه) په کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري جوړې شوې د "علماوو لويې غونډې" ته د وينا پر مهال ټينګار وکړ چې نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

دا لومړی ځل دی چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵م په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته ملا هبت الله اخندزاده په يوه لويه غونډه کې ګډون او وينا کوي.

نړيوالو ته خبرداری

نوموړي په دې غونډه کې په تنده لهجه وویل چې په هېڅ صورت به د نړیوالو "فشارونو" ته تسلیم نه‌ شي او نه به "تعامل" ورسره وکړي. "دوی غواړي چې د افغانستان حکومت د دوی پر اشاره وچلېږي، مشورې موږ ته راکوي، فلانی کار ولې نه کوې? ته زما په کار کې څه کار لرې؟"

اخوندزاده نړيوالو ته خبرداری ورکړ چې هيڅ راز به معامله به ورسره ونکړي. "زما په نظام څه کار لرې؟ زما په ملک څه کار لرې؟ زما په وېشلو څه کار لرې؟ ته ولې په موږ کې مداخلې کوې؟ زه ستا د فرمایشاتو نه یم او نه دې فرمایشونه منم او نه یو قدم درسره مخته ځم، نه تعامل درسره کوم، نه پر دې شریعت باندې معامله درسره کوم، اوس دې د بمونو مور راباندې استعمال کړې، چې بېخي راباندې اټوم بم هم استعمال کړې."

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د طالبانو د حکومت مشروعیت په کور دننه او بهر له ننګونو سره مخامخ دی او تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد د هغوی حکومت په رسمیت نه‌ دی پېژندلی.

کورنۍ معاملې

د ملا هبت الله اخوندزاده خبرې تر ډېره له نړیوالو سره پر اړیکو، کورني امنیت، حکومتدارۍ او دغه شان خپلو وسله والو ته پر نصحیتونو راټولې وې خو د افغان مېرمنو د حقونو او د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه يې هیڅ ونه ویل.

د نوموړي د خبرو نوره برخه د طالبانو په واکمنۍ کې د امنیت پر ټینګښت او په دولتي ادارو کې یې د "فساد، ځانځانۍ او انډيوال پاللو" پر مخنیوي متمرکزه وه.

اخوندزاده همداراز د افغانستان د پخواني حکومت کارکوونکو ته پر عمومي عفوې ټینګار وکړ او طالب چارواکو ته يې لارښوونه وکړه چې له "خپلسري محکمو" دې لاس واخلي. "که عدالت وو، بیا به بقا وي او که عدالت نه وو، ظلم پیدا شو، خود خواهي پیدا شوه، مرګونه پیدا شول، انتقامونه شروع شول، بې له محکمې وژنې وشوې، دا ملک به تباه کېږي."

البته نوموړي وويل چې د پخواني حکومت چارواکو ته به په خپل حکومت کې ځای ورنکړي.

د علماوو درې ورځنۍ غونډه

د طالبانو د حکومت لخوا د عالمانو او مخورو دا درې ورځنۍ غونډه د جون پر ۳۰مه وربلل شوې چې د افغانستان د بېلا بېلو سيمو شاوخوا ۳،۵۰۰ علما او مخور ګډون پکې لري، خو ويل کېږي چې ټول ګډونوال يې د طالبانو ملاتړي، همفکره يا نېږدې کسان دي.

د غونډې پر لومړۍ ورځ طالب چارواکو له علماوو او مخورو څخه د مشورو او فتوو غوښتنه وکړه. د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد په خپله وینا کې له برخوالو وغوښتل چې ورته دې داسې مشورې ورکړي چې د نړۍ هېوادونه یې حکومت په رسمیت وپېژني.

پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی. نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د کار او تعلیم په ګډون د ټولو بشري حقونو ضمانت اړین دی.

نړیواله ټولنه همداراز ټینګار کوي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د ټولشموله حکومت جوړولو غوښتنې له پامه غورځولې دي. خو د طالبان وايي، حکومت یې لنډمهالی او ټولګډونه دی.

کابل کې د طالبانو د حکومت درې ورځنۍ غونډه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

تر غونډې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې غونډه د "باور جوړونې" لپاره ده او پکې د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم په ګډون پر یوشمېر موضوعاتو خبرې کېږي.

د غونډې پر لومړۍ ورځ د خبرو پر مهال د بامیان ولایت یوه دیني عالم له طالبانو وغوښتل چې تر شپږم ټولګي پورته دې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې طالبانو پر ښځو یوشمېر محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړی دی او په زیاتره ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. خو د طالبانو حکومت وايي، په دې اړه یې یو کمېسیون جوړ کړی چې تګلاره وټاکي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پرون په بیان کې هیله ښوولې چې غونډه به د ښځو او نجونو د تعلیم او حقونو په برخه کې مثبتې پایلي ولري.

د طالبانو یوې سرچینې د جون پر ۲۹مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د علماوو او مخورو په لویه غونډه کې پر رژیم تنقید ته اجازه ورکوي او د نجونو د زده کړو په څېر پر نورو موضوعاتو به خبرې وشي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز په مې میاشت کې د امریکا سي اېن اېن ټېلېوېژن ته ویلي ول چې خپله د طالبانو مشران هم د نجونو د تعلیم پر موضوع یوه خوله نه دي.

طالبانو په غونډه کې هېڅ ښځې ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې. د مدني ټولنو یوشمېر فعالانو او د حقونو سازمانونو ویلي چې داسې یوه غونډه چې پکې ښځې خپل استازیتوب نه شي کولای به مشروعیت و نه لري.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د جون پر ۲۹مه د افغانستان ملي ټېلېوېژن ته وویل، په غونډه کې د ښځو استازیتوب سړي کوي ځکه چې "سړي د ښځو اولادونه" دي.

منتقدانو ویلي دي چې غونډې ته د افغانستان له هرې ولسوالۍ څخه دوه، دوه طالب پلوي دیني عالمان او د طالبانو خواخوږي مخوران وربلل شوي دي، خو حنفي وايي چې د "بېلابېلو نظرونو خاوندان" په غونډه کې ګډون کوي او دا چې دا ناسته په افغانستان کې د ثبات او ملي یووالي پر لوري یو "مثبت ګام" دی.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې په خبري غونډه کې ژمنه وکړه چې مشران به یې د امکان تر حده د غونډې پرېکړې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG