د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جینيوا غونډه کې د پاکستان او افغانستان د بشري حقونو پر وضعيت اندېښنې ښوول شوي


په جينيوا کې د بشري حقونو په اړه د غونډې ويناوال - د سېپټېمبر ۲۶مې انځور.
په جينيوا کې د بشري حقونو په اړه د غونډې ويناوال - د سېپټېمبر ۲۶مې انځور.

په جينيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په دفتر کې د جنوبي اېشيا د هېوادونو د بشري وضعيت د څېړنې په اړه په يوه غونډه کې فعالانو وويل چې نړۍ دې په پاکستان او افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه حالت له بدترېدو وژغوري.

د سېپټېمبر پر ۲۶مه په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) يو مشر فضل خان په خبرو کې وويل چې په قبايلي ضلعو کې وسله وال بيا په منظمېدو دي. هغه وویل، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې پښتنو ته له ورپېښې ترهګرۍ او د پاکستان امنيتي ادارو له خوا د بشري حقونو پر سرغړونو سترګې نه پټوي.

فضل خان چې یو زوی یې په ۲۰۱۴ز کال کې پر پېښور ارمي پبلک سکول شوې حمله کې وژل شوی وو، وویل چې د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان وسله والو سره اوربند وکړ او نرمښت یې ورسره وښود خو د علي وزیر، حنيف پشتين او ځينو نورو په شان د پي ټي اېم سوله ييز فعالان په زندان کې دي. هغه زیاته کړه چې زوی یې له ۱۴۰ نورو ماشومانو سره ووژل شو خو لا هم د انصاف په تمه دی.

د پاکستان پارلېمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ، علي وزير له نېږدې دوو کلونو راهیسې په دې تور په زندان کې دی چې هغه د رياست پر ضد خلک پارولي او پر امنيتي ادارو یې تنقيد کړی. وزیر دا تور ردوي او وايي چې د بيان ازادۍ له حقه په ګټه اخیستو یې د پښتنو لپاره اواز پورته کړی دی.

د پاکستان پوځ همېشه د وسله والو ترمینځ د توپير کولو تور رد کړی او وايي چې د ټولو وسله والو پر ضد يو شان عمليات کوي. دوی دا هم وايي چې له تحريک طالبان پاکستان سره یې خبرې د سولې لپاره دي.

په نړيواله غونډه کې د برلېن د فرایا پوهنتون څېړونکي ملېز داود وويل چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په راتګ په پاکستان او هند کې جنګېدونکې وسله والې ډلې هم هڅېدلي خو د امن لپاره جلسې او مظاهرې هم ډېرې شوې دي.

نوموړي وویل، دا هيله بښونکې خبره ده چې خلک په سوات، کوز دير، باجوړ، پېښور، شمالي او جنوبي وزيرستان، کورمې، اورکزیو، مومندو او خيبر کې خلک د وسله والو د قوي کېدو مخنيوي لپاره په سوله ييز ډول غږ اوچتوي.

داود البته زیاته کړه چې نړيوال بايد پر افغان طالبانو فشار واچوي چې افغان نجونې په بشپړ ډول تعليم ته پرېږدي.

د غونډې کوربه او د غریبۍ ختمولو او پرمختيايي کارونو ادارې (The Organization for Poverty Alleviation & Development) مشر فرېنک کانو کانو وويل چې په جنوبي اېشيا کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه بايد ډېر بحثونه وشي چې د نړيوالو پام وروګرځي.

په غونډه کې د مشال راډيو خبريال بشير احمد ګواښ هم د وينا وال په توګه ګډون درلود. هغه وويل چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د مخ پټول جبري کول، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بندول او پر موسیقۍ بنديز پر قبايلي سيمو هم اغيز کړی دی.

د هغه په خبره، له دې سختدريځه ګامونو څخه، د خيبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې اسلامپالو الهام اخیستی او د مثال په ډول په بنو کې ښځې پارکونو ته له تګه منع شوې دي.

د جنوبي اېشيا د مطالعاتو د څېړنې اروپايي فاونډېشن (European Foundation for South Asian Studies) مشر او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په دفتر کې د هغې نړيوالې غونډې شريک کوربه جنېد صديقي وويل چې داسې خبرو اترو ته به دوام ورکوي.

د هغه په وينا، کوښښ کوي چې په دې توګه نړيوال خبر وساتي چې په جنوبي اېشيا کې خلک له کومو ستونزو تېرېږي او بشري حقونه یې په کوم ډول تروړل کېږي. هغه زیاته کړه چې د هغې غونډې راپور او وړانديزونه به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته استوي.

XS
SM
MD
LG