د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي پارلمان وايي طالبان له نجونو او مېرمنو سره توپیري چلند کوي


يو شمېر افغان مېرمنې کابل کې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان مېرمنې کابل کې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف

اروپايي پارلمان د نومبر پر ۲۴مه، په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د ناوړه وضعیت او پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو په اړه یو پرېکړه‌ ليک منظور کړ.

په دې پرېکړه‌ لیک کې لیکل شوي چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، اوس‌ مهال د طالبانو تر حاکميت لاندې د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې ستر شاتګ، کېدای شي جنسيتي تبعیض وبلل شي.

په پرېکړه‌ لیک کې زیاته شوې چې طالبان باید دا ډاډ ورکړي چې ښځې کولای شي په عام ژوند کې فعاله ونډه واخلي.

پرېکړه لیک له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې له طالبانو سره یې د تعامل په برخه کې دا مسله باید د اساسي شرط حثیت ولري.

اروپايي پارلمان د طالبانو له‌ خوا د نجونو په ثانوي زده‌کړو بندیز هم غندلی او ترې یې غوښتي چې په خپلو تېرو ژمنو عمل وکړي.

طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو پر ورتګ بنديز لګولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:35 0:00

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د اروپايي پارلمان د ۲۴م نومبر په غونډه کې وینا‌والو هم د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو پر کړنو خورا سختې نیوکې وکړې.

د بحران د مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمېشنر جانیز لینارچېچ په دې ناسته کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د ښځو حقونه په منظمه توګه خراب شوي دي.

"دوی نجونې له ثانوي زده‌کړو بې برخې کړي، د ښځو په لباس، کار او سفر یې بندیزونه لګولي"

نوموړي وويل، "دوی نجونې له ثانوي زده‌کړو بې برخې کړې، د ښځو پر لباس، کار او سفر یې بندیزونه لګولي، حتا عامه پارکونو او جیمونو ته یې د ننوتو مخه نیولې ده. ښځې د اقتصادي او ټولنیز ژوند له ډېرو برخو څخه اېستل شوې. د تاوتریخوالي او جبري ودونو څخه د ښځو او نجونو د ساتنې لپاره سرپناه او طریقه کار له‌منځه وړل شوی."

په دې غونډه کې د اروپايي پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مرستیالې او د کروېشیا استازې ژیلجانا زوکو هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت مخ په خرابېدو او د جدي اندېښنې وړ وباله.

افغان مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف
افغان مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف

نوموړي ويلي، "له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، دوی په ټولنه کې د ښځو موقف له‌ پامه غورځولی، له عامه ژونده یې لېرې کړي دي، د نجونو منځني ښوونځي یې تړلي او د ښځو د سفر، کار او سیاسي مشارکت په ګډون یې د دوی د ازادۍ حق محدود کړی دی."

خو د اروپايي پارلمان په غونډه کې د ایرلنډ دوو استازو د نړیوالې ټولنې له‌خوا له افغانانو سره په اوسني چلند هم نیوکه وکړه.

"د افغانستان له پامه غورځول حل لار نه‌ده. هو! موږ باید خپلې پولې پرانیزو او کډوالو ومنو."

د ایرلنډ استازې کلر ډالي انتقاد وکړ چې ګنې نړیوالې ټولنې افغانستان له پامه غورځولی.

نوموړې وويل، "د افغانستان له پامه غورځول حل لار نه‌ ده. هو! موږ باید خپلې پولې پرانیزو او کډوال ومنو. هر ورځ د خلکو له ناهیلي کوونکو غوښتنوسره مخ کېږم، مګر موږ باید څومره کډوالو ومنو، یو میلیون، دوه میلیونه؟ له هغو میلیونونو خلکو سره څه وکړو چې هلته پاتې دي؟"

په اروپايي پارلمان کې د ایرلېنډ بل استازي میک والیس هم د اوکراین په پرتله د افغان کډوالو پر وړاندې د اروپايي ټولنې په په دوه ګوني سیاست نیوکه وکړه.

غفاري: افغان ښځې د زېږېدو له ورځې له تاوتریخوالي سره مخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:01 0:00

هغه وویل، "د اوکراین د مهاجرت د ناورین پر وړاندې د اروپايي ټولنې غبرګون ښيي چې که سیاسي اراده وي، هر څه کېدای شي. له دې پرېکړه‌ لیک زموږ موخه د افغان کډوالو لپاره هم د ورته ملاتړ پر اړتیا ټینګار دی، خو ځينې لویې ډلې دا فکر نه‌لري. ښکاري چې دوی له هغه دوه ګوني سیسټم چې موږ دلته په ټوله اروپا کې د کډوالو لپاره جوړ کړی دی، راضي دي."

اروپايي پارلمان داسې مهال دا اندېښنې ښيي چې افغانستان ورځ تر بلې په بشري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز برخه کې د مخ پر لوړ ناورین سره مخ کېږي، هغه چې افغانان یې خورا له بد برخلیک سره مخ کړي دي.

رپورټ: امېد زهیرمل

XS
SM
MD
LG