د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځينه کارکوونکې له دندو ځواب کړي


کابل کې ښځينه فعالانو او کارکوونکو په ځلونو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کړې دي ــ انځور له ارشيفه
کابل کې ښځينه فعالانو او کارکوونکو په ځلونو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کړې دي ــ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۸مه خپلو ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې له دې وروسته دې هغې ادارې ته د کار کولو لپاره نه ورځي.

يو شمېر ښځينه کارکوونکې، چې د دې ادارې چارواکو نن په یاد وزارت کې د کار کولو منع کړي دي، وايي چې د طالبانو په رژیم کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو مشر مدیر احمدي نن ورته ویلي، له دې وروسته دې هغه وزارت ته د کار کولو لپاره ور نه‌ شي.

"هیڅ کار مه کوئ، دروازه درته پرانيستې ده، ولاړې شئ او پر کور کېنئ."
يوه کارمنده

د دغو ښځو له قوله، دوی د خپلو کورنیو سرپرستې دي او بې له دې چې کار وکړي، بله هیڅ لاره نه‌‌ لري.

د دې وزارت یوې کارکوونکې، چې نه‌ غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، مشال راډیو ته وویل، دوی ته یې ویلي باید ولاړې شي او پر کور کښېني: "وايي، هیڅ کار مه کوئ، دروازه درته پرانيستې ده، ولاړې شئ او پر کور کښېنئ. زموږ غږ باید نړیوالو ته ورسېږي. موږ څه وخورو. موږ به یا نن دوی وژني او یا هم به هم خپل کار ته ځو."

ډېری ښځينه کارکوونکې، چې له بېلابېلو ادارو رخصت کړی شوي دي، څو څو ځلې يې د خپلو دندو او حقونو په اړه اعتراضونه کړي دي، انځورله ارشيفه
ډېری ښځينه کارکوونکې، چې له بېلابېلو ادارو رخصت کړی شوي دي، څو څو ځلې يې د خپلو دندو او حقونو په اړه اعتراضونه کړي دي، انځورله ارشيفه

معترضو مېرمنو مشال راډیو ته څو ویډیوګانې هم رالېږلي چې په‌کې لیدل کېږي، د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت څخه د لسګونو ښځو د ایستلو هڅه کېږي او ورته ویل کېږي چې خپلو کورونو ته ولاړې شي.

"د دې نظام د قانون په مادو کې داسې لیکل شوي چې ښځې نه‌ شي کولای له سړو سره یوه اداره کې یو ځای کار وکړي."
مدير احمدي

بلخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو د مشر مدیر احمدي په يوه وينا کې، چې مشال راډيو تر لاسه کړې وايي، چې د دوی د قانون له مخې، نارینه او ښځینه په یوه اداره کې ګډ کار نه‌ شي کولای.

نوموړی وايي: "که تاسې په دې فکر کوئ چې موږ راځو، کار مو کوو، ستاسې دا کار کول په هغه تېر نظام چې د جمهوریت نظام و، په هغې کې یې تاسې ته جواز در کاوه چې ښځې کولای شي کار وکړي. دا یو اسلامي نظام دی، اساس بدل شوی، قانون هم بدل شوی او نظام هم بدل شوی. د دې نظام د قانون په مادو کې داسې لیکل شوي چې ښځې نه‌ شي کولای له سړو سره په یوه اداره کې یو ځای کار وکړي."

په افغانستان کې کاراو تعليم ته د ښځو د لاسرسي لپاره مېرمنو په ځلونه احتجاجونه او مظاهرې کړې دي. انځور له ارشيفه
په افغانستان کې کاراو تعليم ته د ښځو د لاسرسي لپاره مېرمنو په ځلونه احتجاجونه او مظاهرې کړې دي. انځور له ارشيفه

مدیر احمدي د دې وزارت له ښځینه کارکوونکو غواړي چې د ځان پر ځای یو بل څوک ور معرفي کړي، چې د دوی پر ځای دې اداره کې کار وکړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو مشر مدیر احمدي په خپلو خبرو کې ښځو ته د "ناقص‌العقل" او "ناقص الدین" خطاب هم کوي او وايي، که دوی یې د پرېکړې پر خلاف اعتراض وکړي، دا به د دې وزارت لپاره بدنامي وي.

اعتراض کوونکې ښځې وايي، چې نوموړي له یوې غرفې خبرې کولې او دوی ته مخامخ نه و.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مو د دې پرېکړې په اړه وپوښت، خو هیڅ مسؤل چارواکی یې خبرو ته حاضر نه‌ شو.

تر دې وړاندې د طالبانو رژیم د مالیې وزارت هم ښځینه کارکوونکې پر کور کښېنولي وې او ترې یې غوښتي وو چې د ځان پر ځای کوم نارینه ور معرفي کړي.

طالبان داسې مهال ورځ تر بلې پر افغان نجونو او ښځو محدودیتونه زیاتوي چې تېره اوونۍ امريکا د دوی پر یو شمېر چارواکو د ښځو د حقونو د نقض له امله د ویزې بندیز ولګاوه.

تر څنګ یې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر دوو نورو طالب چارواکو د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له امله د سفرونو بندیز لګولی وو.

XS
SM
MD
LG