د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرېش: طالبان دې په افغانستان کې په سمدستي ډول د نجونو ټول ښوونځي پرانيزي


د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېريش تر دې وړاندې هم پر طالبانو غږ کړی وو چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم لګولی بندیز ليرې کړي ــ انځور له ارشيفه
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېريش تر دې وړاندې هم پر طالبانو غږ کړی وو چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم لګولی بندیز ليرې کړي ــ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېريش پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دې په سمدستي ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم لګولی بندیز ليرې کړي.

نوموړي په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنۍ غونډې تر پيل مخکې، د سېپټېمبر پر ۱۹مه، د تعليم په اړه په نړيواله سرمشريزه کې وويل چې ښوونځي بايد بغير له تعصبه د هر چا لپاره پرانيستي وي.

په دې غونډه کې د افغان نجونو په استازیتوب، د افغان روباټيک ټېم غړې، سميه فاروقي هم خبرې وکړې او ويي ويل چې طالبان ښځې له افغان ټولنې محوه کوي او بايد چې له دې کاره منع کړل شي.

هغې زیاته کړه چې نړيوال دې نه پريږدي چې افغانستان د افغان نجونو د خوبونو په هدېرې بدل شي.

فاروقي پر طالبانو غږ وکړ چې افغان مېرمنې دې د هېواد په پرمختيا کې کار کولو ته پرېږدي او د دې کار پيل دې د ښوونځيو له پرانيستلو وکړي.

په همدې غونډه کې د تعليم مبارزې او د سولې نوبيل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ وويل چې نړيوالو ته وريادول غواړي چې يو کال وشو چې طالبانو د نجونو پر تعليم بندیز لګولی دی.

هغې زیاته کړه چې نړيوال دې د تعليم په برخه کې يوازې اعلانونه نه بلکې عملي کار وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د جمهوري حکومت په ړنګولو سره پر افغانستان کنټرول تر لاسه کړ. دوی له هغه راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بنديز لګولی.

طالبان وايي چې دا بنديز به تر هغې پورې روان وي تر څو چې په دې برخه کې د دوی پالیسي په بشپړ ډول نه وې جوړه شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG