د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره کړې ده


دا په کابل کې د ښځو د لاريون پخوانی انځور دی.
دا په کابل کې د ښځو د لاريون پخوانی انځور دی.

په کابل کې یو شمېر ښځو نن (نومبر ۲۴مه) د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره لاریون کړی دی.

دوی چې په کابل ښار کې د شاه دوشمشیرې له جومات سره نېږدې ټولې شوې وې او ټینګار یې کاوه چې حقونه یې باید تامین او درناوی ورته وشي.

دې ډله افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په درشل کې چې سبا (نومبر ۲۵مه) لمانځل کېږي، دا لاریون وکړ.

په نننۍ مظاهره کې په دري ژبه پر یوې کتبې لیکل شوي وو چې "دوی به تر پایه پورې د خپلو حقونو دفاع کوي او له دغې غوښتنې څخه به پر شا نه شي. "

د لاريون پر مهال ښځو خپل مخونه پټ کړي ول او پر دې مهال د طالبانو جنګیالي ځای پر ځای ولاړ ول او څارنه یې کوله.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته زیاترو هغو ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړي چې په پخواني حکومتونو کې یې دندې لرلې، پر ښځو د کورنۍ د سړي غړي پرته د سفر محدودیتونه هم لګول شوي دي او په زیاترو سیمو کې د شپږم ټولګي څخه پورته تعلیمي ادارې لا هم بندې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG