د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرېش: د نجونو د زده کړو ضایع شوې موقع نه شي تلافي کېدای


په کابل کې د نجونو د تعليم لپاره مظاهره - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ میاشتې انځور.
په کابل کې د نجونو د تعليم لپاره مظاهره - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ میاشتې انځور.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش ویلې چې په تېر یو کال کې د افغان نجونو "د زده کړو ضایع شوې موقع به هېڅکله جبران (تلافي)" نه شي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۸مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د طالبانو د حکومت بندیز کال پوره کېدو په مناسبت پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې طالبان باید نجونو ته ښوونځیو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

په ورته وخت کې، په افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) ويلي چې له يو کال راهیسې په هغه هېواد کې د طالبانو له خوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل "له شرمه ډک" عمل دی.

موږ پر دې موضوع د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد او د پوهنې له وزیر سره رابطه وکړه خو په خبرو ورسره و نه توانېدو. البته د پوهنې وزارت چارواکو روانه میاشت وویل چې په دې اړه یې د مشرتابه حکم ته په تمه دي.

د یوناما سرپرست مارک پوټزل د سېپټېمبر پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې نجونې له تعليمه منع کول "غمجن او د شرم وړ" عمل دی.

د سېټېمبر پر ۱۸مه د افغانستان په تودو سیمو کې ښوونځي پيلېږي خو د تېر يو کال په دوام، د طالبانو حکومت لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

یوناما د سېپټېمبر پر ۱۸مه په خبرپاڼه کې ويلي، "تر شپږم ټولګې پورته ښوونځیو ته نجونو پر تګ روان محدودیت هېڅ منطقي دليل نه لري. د نړۍ په بل هېڅ‌ ځای کې داسې ممانعت نه شته. دا د نجونو یو نسل او د افغانستان راتلونکې ته سخت زیان رسوي."

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونيو. دوی تر هغې وروسته پر ښځو محدوديتونه زیات کړي او پر هغوی یې يوشمېر بنديزونه لګولي دي. پر ښځو مخ پټول جبري شوي دي، ښځې له نارينه محرم بغیر له کوره نه شې وتلای، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه پرېښوول کېږي او په دفترونو کې د ښځينه کارکوونکو شمېر کم کړل شوی دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې د تعصب پالیسي روانه ساتلې چې بايد ختمه شي. "له تعليمه د نجونو ليرې ساتل، هغوی څنډې ته کوي. دا کار د ناامنۍ او بې وزلۍ سبب کېږي او افغانستان به په نړۍ کې لا نور یوازې کړي."

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر تېره اونۍ په اوروزګان کې له خبريالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په اوسنيو شرایطو کې افغانان نه غواړي خپلې لوڼه ښوونځيو ته ولېږدوي. دې ادعا پراخه غبرګونونه وپارول او د بشري حقونو فعالانو درواغ وبلل ځکه چې د هغه له خبرو څو ورځې مخکې، د سېپټېمبر پر دویمه د پکتيا په ګردېز او څمکنيو کې خلکو د طالبانو له خوښې بغير د نجونو لېسې پرانیستلې وي. طالبانو د سېپټېمبر پر ۱۰مه هغه ښوونځي بيرته وتړل چې له امله یې د هغو لېسو زده کوونکو نجونو مظاهرې وکړه.

د بشري حقونو د څار نړیوال ادارې (هيومن رايټس واچ) پر طالبانو نيوکې کړې چې د ولس غوښتنو ته پام نه کوي او د ښوونځيو په تړلو یې د افغانانو لپاره تياره راتلونکې خوښه کړې.

د هغې ادارې د ښځو برخې مسوولې هیدر بار د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، "د پکتيا د ښوونځيو بیرته تړل کيدل دا پیغام ورکوي چې طالبان عملاً د نجونو تعليم نه غواړي. دا د افغان نجونو، ښځو او په ټوله کې د افغانانو لپاره تیاره راتلونکی په ډاګه کوي. هغه هېواد هېڅکله نه سوکاله کېږي چې نیمايي برخه یې نالوستې وي."

XS
SM
MD
LG