د لاسرسي ځای

تازه خبر

"۱۰۰ فريادونه": افغان ښځینه فعالانو د مېرمنو د وضعیت په اړه ملګرو ملتونو ته لیکونه لېږلي


پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو یوشمېر محدودیتونه لګول شوي. پخوانی انځور
پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو یوشمېر محدودیتونه لګول شوي. پخوانی انځور

شاوخوا ۱۰۰ افغان ښځینه فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکونه لېږلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان ښځو لخوا په استول شویو لیکونو کې د ښځو هدفي وژنې، د ښځو سنګسار او وهل، جنسي تېري، پر خپلسر نیول او ځورونې، جبري او کم عمره ودونه، اجباري حجاب، د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو پرمخ د لوبغالو او تفریحي پارکونو تړل د ښځو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په توګه یاد شوي.

د څو پېژندل شویو ښځينه فعالانو په ګډون شاوخوا سلو ښځو دا لیکونه "۱۰۰ فريادونه" ترتیب کړي او هرې یوې جلاجلا امنیت شورا ته لېږلی دی.

د دې نوښت مشرانې وايي هڅه یې کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له هغه حاله خبر کړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر افغان ښځو او نجونو تېرېږي.

مونسه مبارز چې د افغانستان د ځواکمنو ښځو د خوځښت بنسټګره او د دې لیکونو یوه لیکواله ده، د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل: "په ۱۰۰ لیکونو کې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو د ظلم، بې عدالتۍ، وژنو او بېوزلیو روایتونه وړاندې شوي. په لیکونو کې د هغو دردونو او کړاوونو یادونه شوې چې د طالبانو په واکمنۍ کې پر ښځو تېرېږي."

دغو افغان ښځو داسې وخت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د افغان ښځو او نجونو په اړه د پاملرنې غوښتنه کړې چې د رپوټونو په اساس په تېرو ۱۰ ورځو کې څو ښځې له هغې ډلې ظریفه یعقوبي او فرحت پوپلزۍ د طالبانو له خوا نیول شوي او د ځای او حال په اړه یې لا معلومات نه شته.

د مشال راډیو خبریال د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه د دغو لیکونو او په کې د راپورته شویو مسایلو په اړه د دریځ غوښتنه وکړه، خو هغه د دغه راپور تر لیکلو پورې ځواب ورنه کړ. د نومبر پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو پوره ۱۵ میاشتې پوره کېږي.

د دوی حکومت تورن دی چې په دې موده کې یې د ښځو د حقونو د تامین لپاره هېڅ کار نه دی کړی او لا ورځ تر بلې بندیزونه پرې زیاتوي.

د ښځو د حقونو فعاله او د لیکونو د نوښت یوه غړې فوزیه وحدت، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د افغانستان پرېښودو ته اړه شوې، د لیکونو د هدف په اړه د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل: "هدف مو له دې کاره دا دی چې په یوه کال کې د افغانستان خلکو چې د طالبانو کوم جنایتونه په سترګو لیدلي او دا جنایتونه پر افغانانو باندې تېر شوي، د داستانو په شکل امنیت شورا ته منعکس شي."

که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو د تېر کال له اګست راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوي او طالبانو ډېری ښځینه کارکوونکي مجبورې کړي چې په کورونو کې کښېني.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې جبري حجاب، لرو سیمو ته له محرم پرته د سفر ممانعت، تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او حمامونو ته د ښځو پر ورتګ ممانعت هغه بندیزونه دي چې د ښځو ستونزې یې څو برابره زیاتې کړي.

دغو ټولو پرېکړو د بشري حقونو د مدافعینو او اروپايي او امریکايي چارواکو سخت غبرګونونه هم پارولي، خو طالبان له خپل دریځه لا نه دي پر شا شوي.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر، چې په دوحه کې کار کوي، پارکونو ته د ښځو د ورتګ د منع حکم غندلی دی. هغې په دې وروستیو کې پر ټویټر کې زیاته کړه چې پارکونو ته د ښځو بندیز به د ښځو او ماشومانو لپاره ناوړه پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG